داعش په ایران کې د کورونا ویروس په خپرېدو خوښۍ څرګنده کړې

روهي(نۍ/۱۰ د کب)، د ایران د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په دې هېواد کې ۳۸۸ تنه د کورونا په ویروس اخته شوي دي. د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د ایران په شیعه میشته ښارونو کې د کورونا ویروس پر خپراوي خوښي وښوده او پر وړاندې یې د ایراني چارواکو پر مبارزې ملنډې وهلې.
 
د داعش په دې مقاله کې راغلي، د شیعه مسلمانانو سپیڅلی ښار چې موخه یې قم دی او ددې ویروس مرکز هم دی، ملنډې وهلي. د دې ویروس خپراوي ډېری هېوادونه ویرولي دي، ۸ هغو هېوادونو راپور ورکړی چې په کې یې د کورونا ویروس لومړنۍ پېښې ثبت شوې دي، همدارنګه د روغتیا نړیوال ټولنې یې د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا په درې ایالاتونو کالیفورنیا،اورګن او واشنګټن کې د کورونا ویروس د درې پېښو راپور ورکړی دی.
 
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور دا خبر دروغ بللی او وايي چې ددې وېروس له کبله ۳۴ تنه مړه شوي دي.د راپورونو پر بنسټ ویل شوي چې تهران د کوویډ-۱۹ وېروس له امله ډېری قربانیان لري چې له ۱۰۰ زیات کسان یې مړه کړي دي.له دې وروسته بیا د دې هېواد بل ښار قم یادولی شو چې ۸۰ تنه یې مړه کړي دي.