د امريکا او افغان حکومت ترمنځ د ګډې اعلاميې مهم ټکي 

روهي (نۍ/۱۰د کب)، ټاکل شوې  ده چې د افغان ولسمشر او د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير مارک اسپر ترمنځ به نن د افغان او امريکا حکومتونو ترمنځ ګډه اعلاميه خپره شي. 

د دغه اعلاميې مهمې ټکي په لاندې ډول دي: 
۱- القاعده، داعش او نورې وسله والې ډلې د افغانستان او امريکا لپاره ګواښ دی او په ګډه به يې پر وړاندې مبارزه کيږي؛ 

۲- امريکا او ناټو به د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون اړوند به امريکا په کورنيو او بهرنيو مسايلو کې د افغان ځواکونو د وړتيا په لوړوالو کې ملاتړ او همکاري کوي؛ 

۳- د افغانستان دوات په خوښه به امريکا په افغانستان کې خپل پوځي ماومريت ته ادامه ورکوي؛ 

۴- امريکا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو کې مرسته کوي. 

۵- امريکا به د طالبانو سره د شوې هوکړې اړوند د ۱۳۵ ورځو دننه د خپلو پوځيان شمېر ۸۶۰۰ سرتيرو ته راکم کړي؛ 

۶- امريکا به د افغان امنيتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي چې د کورنيو او بهرنيو ستونزو په وړاندې ودريږي؛ 
 
۷- د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو په پيل سره به افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنيت شورا سره له تور لېست د طالب مشرانو د وتلو خبرې تر سره کوي؛ 

۸- امريکا او افغان حکومت به د بيارغونې او اقتصادي برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي؛
 
۹- امريکا به د افغان سولې لپاره د نړيوالې او سيمه ييزې اجماع په جوړولو کې مرسته کوي؛ 
 
۱۰- امريکا به د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی کوي؛ د زور له چارو او د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاس وهنې به ډده کي؛ 
 
۱۱-