اسدالله خالد: امکان لري د طالبانو ځینې ډلې سره بیلې شي

روهي( نۍ/۱۰ د کب )، د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن ورځ د افغانستان ملي تلوېزیون سره خبرو کې وویل چې طالبانو د اوربند د کموالي په موده کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې سرغړونې کړي دي.
 
 خالد وايي چې په دغه موده کې وسله والو طالبانو په بلخ، غزني، هلمند، ارزګان او ځینو نورو سیمو لوی او واړه بریدونه کړي چې د افغانستان ځواکونو لخوا یې ځواب ورکړل شوی دی. هغه د تلفاتو په اړه نور جزیات ورنکړل.
 
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د شنبې په ورځ (فبروري۲۸) د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون څو ساعته مخکې وویل: "طالبان په خپلو کې سره مشکل لري، امکان لري چې بعضي ګروپونه یې جلا شي او دا تړون ونه مني، شاید همدغو ګرپونو د تاوتریخوالي د کمولو موده نقض کړې وي.
 
اسدالله  خالد وویل چې هیله لري طالبان به په خپلو ټولو ډلو باندې کنترول ولري چې د سولې خبرې پيل او نتیجه ورکړي.

نوموړي وویل: "زموږ اول شرط اوربند دی. که طالبان ټول شرایط عملي نکړي، له امریکا سره یې تړون ماتیږي. موږ به د افغانستان ملي ګټو ته په کتو مرحله په مرحله مخکې ځو.

اسدالله خالد داسې مهال دا خبرې کوي چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي. له تړون لاسلیک کیدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.