روهي( نۍ/۱۰ د کب )، د افغانستان بېژندل شوې سندرغاړې ( اریانا سعید ) چې د هامبورګ ښار کې يې کوم کنسرټ ترسره کړ، د هغې نه ترلاسه شويو پېسو کې يې لس سلنه هغه ناروغانو ته ورکړي دي چې هغوى په سرطان اخته دي.
نوموړې چې بېرته کابل ته راغلې ده، د طلوع ټلويزيون په يوه خپرونه کې يې دغه پېسې د سرطان يو شمېر ناروغانو ته ورکړې دي.
اريانا سعيد همدا ډول په دغې مرکې کې ويلي دي، چې د ټلويزيون په پرده يې ځکه دا پېسې د سرطان ناروغانو ته ورکړې، تر څو نور هېوادوال هم تشويق شي او په سختو کې راګېرو هېوادوالو سره خپلې مرستې وکړي.
اريانا سعيد چې ډېر مينه وال لري، وخت نا وخت د خپلو کاليو له امله له غبرګونونو سره هم مخ کېږي، په اول ځل هغې په يوه کنسرټ کې داسې کالي په تن کړي و، چې د هېوادوالو له سخت غبرګون سره مخ شوه او وروسته بيا اريانا سعيد هغه کالي په يوه ويډيو کې وسوځول.
٣٤ کلنه اريانا سعيد چې په کابل کې زېږېدلې ده، له ٢٠٠٨ کال راهيسې يې د موسيقۍ مېدان ته مخه کړې ده او ډېر نوم يې ګټلى دى، هغې نه يوازې دا چې په دري ژبه يې سندرې ويلي دي، بلکې په پښتو کې يې هم ډېرې سندرې زمزمه کړې دي.
وروستي