هند: افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او اماده دی، چې د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه هم مرسته وکړي

روهی( نۍ/۱۰ د کب )، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هند د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال هارش وردن شرینګلا سره ولیدل او د افغانستان پر سوله او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر بهبود یې سره خبرې وکړې.
 

د ملي امنیت سلاکار له هند څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د بیارغونې او انکشاف له پروسو یې ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به همکارۍ نورې هم زیاتې شي.
 
نوموړي په دې لیدنه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه وویل، چې دلته اصلاحات د پرځان بسیاېنې لپاره خورا مؤثر تمام شوي او له پلان سره سم به دا ځواکونه تر ۲۰۲۴ کال پورې په کامله توګه پر خپلو پښو ولاړ وي.

هغه د سولې د خبرو په اړه هم وویل، چې افغان حکومت لازمه امادګي لري، ولې مهمه ده چې له دې فرصت څخه طالبان او د هغوی ملاتړي سمه ګټه پورته کړي، څو دا فرصت له لاسه لاړ نشي.
 
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار ته په افغانستان کې د ټاکنو د پروسې پر بریا او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې هیواد یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دی.
 
نوموړي یادونه وکړه، چې هند د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري، چې په دې برخه کې روانې هڅې نتیجه ورکړي.
 
هغه وویل، چې هیواد یې د افغانستان له حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او اماده دی، چې په دې پړاو کې د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرستې وکړي.