قاضي محمد امین وقاد: (همه شمول - حکومت، همه شموله - سوله) دا کلمې څه مانا؟ حکومت په خپله همه شموله دی او بسنه کوي 

روهي (نۍ/۱۰ د کب)، د هېواد د سولې عالي شورا مرستيال قاضي محمد امین وقاد وايي چې د همه شمول حکومت، همه شموله سولې، همه شمول تړون په نوم کلمې تعريف نه لري او منځ ته راتګ يې شونتيا نه لري. 

نوموړي له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي دي، چې دا شونتيا نه لري چې د هېواد هر کارګر، هر سوداګر، هر بزګر، هر هټۍ وال او نور دې راټول کړو او بيا دې د همه شمول يا ټول  ګډونه نوم ورکړو. 

وقاد  ويلي چې افغان حکومت د قانون پر اساس واک او صلاحيت لري چې د سولې لپاره پلاوی وټاکي او د قانون پر اساس ټاکل شوی افغان حکومت همه شموله دی. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې د شهيدانو په نوم د غونډو جوړولو او لمانځلو سره هم مخالفت ښوودلی دی او ويلي دي چې په دې ډول ناستو خرڅ دې په هېواد کې  اړو کسانو ته ورکړل شي. 

وقاد ويلي چې يوه ورځ محقق راپورته کيږي او د عبدالعلي مزاري په نوم ورځ لمانځي، بل ورځ بل .... په کار ده چې دا ډول ټولې ورځې لغوه اعلان شي.