قطر کې د سولې ننني هوکړه ليک په اړه وروستي جزئيات 

روهي (نۍ/۱۰ د کب)، نن قطر کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې تړون لاسليک کيږي. د نړيوالو سازمانانو استازو ترڅنګ دغه ناسته کې د نړۍ د ۳۰ هېوادونو بهرنيو چارو وزيران هم برخه اخلي. 

د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له وړاندې قطر  کې دی او بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو به هم دغه مراسمو کې ګډون ولري. ويل کيږي چې د سولې هوکړه به  د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسليک شي. 

د افغانستان د ۱۹-کلنې جګړې د سولې تړون نن ورځ د کابل پر وخت کې ماسپيښين درې نيمې بجې لاسليک کيږي. تر اوسه د يو شمېر هېوادونو بهرنيو چارو وزيران قطر ته رسېدلي دي. 

له بلې خوا افغان حکومت هم طالبانو سره د خبرو لپاره يو شپږ کسيز پلاوی استولی دی، خو تر اوسه مالومه نه ده چې دغه پلاوی چېرته دی او قطر کې هم رسنيو ته نه دی ورښکاره شوی. 

دغه پلاوی له طالبانو سره د زندانيانو په اړه خبرې کوي او ويل کيږي چې دوی به د سولې تړون د لاسليک په مراسمو کې برخه وانه خلي. 

ځينيو طالب سرچينو رسنيو ته دا هم ويلي دي، چې د سولې هوکړې له لاسليک وروسته به هم طالبان اورکم وساتي. د دغه تړون له لاسليک وروسته به د لسو ورځو دننه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي. 

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغان سولې په برخه کې د دوی مسووليت پای ته رسېدلی دی او همدا ډول ولسمشر ټرمپ تېره ورځ ويلي، چې دوی به خپل پوځيان وباسي او اوس افغانانو پوري اړه لري چې  خپل راتلونکی وټاکي. 

د شننونکو اندېښنه دا ده، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بين الافغاني خبرو چوکاټ څرګند شوی نه دی  او ښايي چې دغه خبرې  اوږد وخت واخلي او ستونزې رامنځ ته شي.