ولسمشر ټرمپ: مونږ پوځيان وباسو؛ افغانان دي په خپله خپل راتلونکی وټاکي

روهي (نۍ/۱۰ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې يوه ورځ وړاندې رسنيو ته ويلي دي چې اوس هغه وخت رارسېدلی دی، چې امريکايي پوځيان له افغانستان راکم او ټول کور ته ستانه کړو او افغانان دي د خپل هېواد راتلونکی په خپله وټاکي. 

ټرمپ وايي چې د سولې تړون لپاره يې بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د تړون لپاره استولی او همدا ډول يې دفاع وزير مارک اسپر به د کابل حکومت سره ګډه ناسته وکړي. 

ټرمپ ويلي، له طالبانو سره سوله او افغان حکومت سره زمونږ ګډه اعلاميه په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره دي. دا کار به افغانان د القاعدې او داعش خلاص کړي. 

ټرمپ ويلي چې دا اوس په افغانانو پوري اړه لري چې د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي. ټاکل شوې ده چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان  سولې  هوکړه  به نن د قطر پلازمېنه  دوحه کې لاسليک شي.