افغانستان مشرانو جرګې رییس: هند حکومت باید په هند د مسلمانانو سره زور زیاتی ختم کړي

روهي( نۍ/۱۰ د کب )، ‎په هندوستان کې د هندوانو له لوري د مسجدونو سوزول او د ملا امام پر مخ د تېزابو شیندلو وحشیانه او غیرانساني پېښې په سختو ټکو غندم.

‎مسجدونه د مسلمانانو سپېڅلي مذهبي، اسلامي او عقیدوي ارزښت لرونکي ځایونه دي چې دوی پينځه وخته د عبادت لپاره ورځي ددغه ‌‌‌‌‌‌ډول مقدسو ځایونو سپکاوی، بې حرمتي او سوزول د مسلمانانو له پاکو احساساتو سره لوبې دي او باید د هند حکومت د داسې خپلسریو مخه ونیسي.

‎د هندوستان پر حکومت غږ کوم چې د دوی دې د هند او ټولې نړۍ د مسلمانانو له مقدسو احساساتو سره لوبې نه کوي، مساجد دې نه سوزوي، مسلمانان دې نه ځوروي او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګامونه دې نه اخلي چې دا به د مذهبونو ترمنځ شدید تاوتریخوالی رامنځته کړي.

‎اسلام د امن، ورورولۍ او سولې دین دی او هېڅ مسلمان ته د ظلم، زیاتي او جبر اجازه نه ورکوي، اسلام د ټولو مذهبونو او عقیدو د خلکو لپاره اصول وضع کړي او د هر چا لپاره یې قوانین او مقررات جوړ کړي چې له مخې یې هر سړی د پُرامنه ژوند کولو حق لري او سپين پر تور او تور پر سپين هېڅ فوقیت نه لري.

‎پر افغان حکومت غږ کوم چې له ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماتیکو لارو دې رسماً هندوستان ته د یادو غیرانساني او وحشیانه پېښو رسمي اعتراضیه ولېږي او له یاد هېواد څخه ددغه ‌‌‌‌‌‌ډول پېښو د نه تکرار غوښتنه هم وکړي.
 
‎د اسلامي همکاریو پر نړیوال سازمان او نورو اړوندو نړیوالو سازمانونو غږ کوم چې د هند پر حکومت فشار راوړي او هلته د مېشتو مسلمانانو له ځورونو، د هغوی د مذهبي اماکنو له بې حرمتۍ او سپکاوي لاس واخلي ځکه دا کار به مذهبي تفرقې،، تبعیض، بدبینۍ، کرکې او د مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ تاوتریخوالی لا پسې زیات کړ