ولسمشر غني: د سولې بحث یو ملي بحث دی او موږ په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوو

روهي( نۍ/۱۰ د کب )، ولسمشر محمداشرف د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد یو شمېر والیانو سره د سولې پروسې پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې.

په دغه ويډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ هم حضور په کې درلود، په پیل کې د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح د ټاکنو پروسې د پایته رسېدو په اړه وویل، ټاکنې پایته رسیدلي او دولت جوړونکي ټیم یې ګټونکی دی، دغه ټیم په هیواد کې د ملي یووالي د پیاوړتیا او پایداره سولې د تامین په لیدلوري سره دغه بهیر ته داخل شوی او ټول ټاکنیز ټکټونه به په نوي حکومت کې د جمهوریت تر چتر لاندې قرار ولري.

هغه زیاته کړه: موږ ارګ د ټولو افغانانو په ګډ کور بدل کړی، هغه دروازه چې مخکې یواځې د سیاسي نخبه ګانو پرمخ پرانیستې وه، اوس د کلي، ګذر، ناحیې، ولسوالۍ او ټولو ولایتونو خلکو ته پرانیستې ده.

د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال وویل، موږ د الهی اوامرو مطابق سوله له شعار څخه په عمل او له کوچنیو بحثونو څخه پر ملي او بین المللي بحث بدله کړه.

امرالله صالح څرګنده کړه، زموږ والیانو په ځانګړي ډول د پروان، کاپیسا، بدخشان، تخار، بغلان، کابل، هرات، بامیان، دایکنډي، او فاریاب والیانو د ټاکنو په بهیر کې د دښمن دسیسې او فتنې شنډې او د اساسي قانون تر چتر او د بې طرفۍ په ساتلو یې ولسواکۍ ته زمینه برابره کړه.

د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال وویل، زموږ مذاکره کوونکی پلاوی به تخصصي او اهل خبره وي، خو خلک، ملي شورا او لویه جرګه به د سولې تصمیمونه نیسي. هغه زیاته کړه، سبا به د افغانستان رهبران او ملي او سیاسي شخصیتونه سره راټول شي او له جمهوریت څخه به دفاع وکړي.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغانستان ټول مسایل په تدبیر سره حلوو. زموږ دریځ د اساسي قانون، جمهوریت، ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو د عزت دریځ دی.

هغه زیاته کړه: د افغانستان بهرنی سیاست روښانه دی، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، یواځې دایمي ګټې لري.
ولسمشر په سیمه کې راغلیو بدلونونو ته په کتو وویل، موږ هیچا ته د دې اجازه نه ورکوو چې هیواد مو خپل ستراتېژیک عمق وګرځوي.

ولسمشر غني څرګنده کړه، افغانستان د تېرو پنځو کلونو پخوانی افغانستان نه دی، د سولې بحث یو ملي بحث دی او موږ په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوو.

د هیواد ولسمشر د دې په بیانولو سره چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی وویل، له نړۍ سره زموږ اړیکې ډېرې مهمې دی او د بین المللي ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره زموږ ټول تړونونه او قراردادونه پر ځای دي.
ولسمشر زیاته کړه: په ۲۰۱۴ کال کې د لسګونه زره بین المللي ځواکونو وتلو سره فکر کېده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د ساتنې لازم ظرفیت او وړتیا نه لري، خو دغو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې نه یواځې لازمه وړتیا لري، بلکې نن ۹۴ سلنه عملیات رهبري کوي.

هغه وویل، د ناټو سازمان دفاع وزیرانو په وروستۍ ناسته کې ټینګار وشو چې افغان امنیتي او دفاعي قواوې هیڅکله نه هېروي او د دوی بشپړ ملاتړ لري.

ولسمشر  غني څرګنده کړه، طالبانو سره چې هر هوکړه لیک لاسلیک کېږي، مشروط دی او له طالبانو سره چې له یوې مرحلې څخه بلې ته ځو، شرطونه لرو. هغه زیاته کړه، که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغییر ومومي.
د هیواد ولسمشر وویل، کله چې ښاغلي ټرمپ د افغانستان او سویلې اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلانوله، کابو پنځه زره سرتېري یې زیات کړل، په داسې حال کې چې زه یو کال مخکې په افغانستان کې د دغو ځواکونو د کمولو غوښتونکی وم.

جمهوررئیس څرګنده کړه، افغان دولت د داعش او نورو ټولو تروریستي ډلو سره هیڅ ډول اوربند نه لري او طالبان باید ځانونه له هغو جلا او د پاکستان سره د اړیکو، تروریستي ډلو، خپلو امن پټنځایونو او جرمي اقتصاد په اړه خلکو ته توضیحات ورکړي.

هغه وویل، موږ هیڅکله د سولې پروسې په نوي پړاو کې د دې اجازه نه ورکوو چې د سولې بهیر، قومي، سمتي او ډله ییز شي، ځکه سوله ملي پروسه ده او ټول افغان ولس پرې اجماع لري.
ولسمشر غني ښه حکومتولي د دولت مهم لومړیتوب وباله او وې ویل، د ملي وثیقې په توګه د هیواد اساسي قانون موږ ته د نظام چوکاټ تعریف کړی او د اساسي قانون پر بنسټ موږ او تاسې د هیواد خادمان یوو.