
روهي (جمعه/۹ د کب)، د سوريې په ادلب کې د ترکيې او سوريې ترمنځ د پوځي کړکېچونو په پايله کې د ترکيې اقتصاد هم منفي اغېزمن شوی دی. تازه نن جمعه د امريکايي ډالر په مقابل کې د ترکۍ لېرې بيه صفر اعشاريه دوه سلنه را ټېټه شوه.
د سوريې هوايي پوځ بريد کې چې نن يې ۳۳ ترکيي پوځيان ووژل، په نړيوال بازار کې د امريکايي ډالر په مقابل کې ترکۍ لېرا راټېټه شوه.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان د ترکيي پوځيانو وژل کېدو خواشينی کړی دی او ويلي دي چې د دغه بريد سخت غچ به واخلي. نن يو امريکايی ډالر په 6.2080 لېرې وو.