کرزی امريکا ته! زمونږ کلي مو بمبار کړل؛ افغان ولس ته مو ستر مصیبتونه ورسول

روهي (جمعه/۹ د کب)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سبا قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغان سولې په اړه د تړون د لاسليک هر کلی کړی او هيله ښوودلې ده چې د امريکايانو وتل به افغانانو ته دا چانس ورکړي چې د خپل هېواد مسووليت په خپله واخلي. 
نوموړي له اسوشېټېد پرېس سره  په  وروستۍ مرکې کې د امريکا د دغه اعدام هرکلی او مننه کړي خو په ورته وخت کې يې د تېر په څېر په افغانستان کې د امريکا پر ماموريت نېوکې کړي. 

پخواني ولسمشر د امريکا له متحدو ايالتو او نړيوالې ټولنې د هغه پيسو او مرستو په پار مننه کړي چې د افغانستان د پرمختګ سبب شوي. کرزي ويلي دي چې په ورته وخت کې د امريکا پوځ افغانستان کې د افغانانو کلي او کورونه  بمبار کړل او دغه ولس ته يې ستر مصیبتونه پرېښودل. 

"د امریکې خلکو ته زموږ پیغام دادی چې موږ له هغه مرستې څخه چې تاسو یې او نړيوالې ټولنې مونږ سره په هغه برخو کې چې اړتيا وه او په افغاني ټولنه کې د پرمختګ سبب شوې، مننه کوو." 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي، "د امريکا حکومت او پوځ ته مونږ دا ووايو چې تاسې د افغانانو پر وړاندې ستر لاس درلود، زمونږ کلي مو بمبار کړل؛ افغان ولس ته مو ستر مصیبتونه وروسول." 

حامد کرزي له دې وړاندې هم افغانستان کې د امريکا پر پوځي ماموريت نيوکې کړې او ټېنګار کړی چې  د ترهګرو ځالې د افغان خاورې دننه نه دي.