دوحې ته د افغان حکومت تللی شپږ کسيز پلاوی 

روهي (جمعه/۹د کب)، افغان حکومت د قطر پلازمينې دوحې ته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره يو شپږ کسيز پلاوی لېږلی دی. د نورو مسايلو ترڅنګ به دغه پلاوی له طالبانو سره د زندانيانو په خلاصون هم خبرې وکړي. 

د ملي امنيت شورا مرستيال سالم شاه ابراهیمي، د عدليې وزارت مرستياله ذکیه عادلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستيال عبدالخالق بالاکرزی، په اندونزيا کې د افغانستان سفير فیض الله ذکي، د حج او اوقافو وزارت معين  مولوي مظفري او د زندانانو رئيس  توتاخیل شامل دي. 

ياد کسان ټول دولتي چارواکي دي او ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې له وسله والو طالبانو سره افغان حکومت خبرې کوي نو په دې پار مرکچي پلاوي کې  هم حکومتي کسان دي. 

بيا له بلې خوا د هېواد يو شمېر سياسي ګوندونو د حکومت له ياد پلاوی سره مخالفت ښوودلی او ويلي دي چې دغه پلاوی ټول - ګډونه نه دی او دوی ته د منلو وړ نه دی.