
روهي (جمعه/۹ د کب)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي چې د پاکستان په هڅو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د افغانستان د سولې هوکړه لاسليک کيږي.
قريشي وايي چې د افغانستان د سولې بهير کې د پاکستان مسووليت نور پای ته رسېدلی او دا پاکستان وو چې دغه ناممکن کار ممکن کړی.
نوموړي ويلي دي چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان قطر ته په يو رسمي سفر تللی دی، خو هلته به د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون د لاسليک په مراسمو کې ګدون ونه کړي.
ټاکل شوي دي چې سبا د قطر پلازمينه دوحه کې د نړۍ د دېرشو هېوادونو د استازو په شتون کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.