ولسمشرۍ ماڼۍ: مرکچي پلاوي کې سياسي ګوندونو ته برخه نه ورکو؛ طالبان له حکومت سره خبرې کوي نه له دوی سره

روهي (جمعه/۹ د کب)، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې وسله والو طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي حکومتي کسان دي ځکه چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي. 

د ولسمشر ماڼۍ وياند صديق صديقي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د دې پلاوي د جوړېدو په اړه له سیاسیونو او ګوندونو سره مشورې شوي، خو دا چې طالبان له افغان حکومت سره مذاکره کوي، له همدې کبله به د دې پلاوي غړي حکومتي کارکوونکي وي." 

د هېواد يو شمېر سياسي ګوندونو مشرانو د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی دی او ويلي دي چې که چېرې په مرکچي پلاوي کې دوی ته برخه ورنه کړل شي نو دغه پلاوی او تر سره شوې خبرې يې نه مني. 

يو شمېر سرچينو نن رسنيو ته ويلي چې افغان حکومت يو شپږ کسيز پلاوی طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته استولی دی.