پر نرېندارمودي د آنتونیو ګوترس غږ: د ګاندي له فلسفې درس واخلئ؛ د مسلمانانو وينه توېنده ودروئ 

روهي (جمعه/۹ د کب)، ملګرو ملتونو هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د تابيعت قانون پر سر د راپورته شوي کړکېچ په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتونیو ګوترس وياند د هندوستان له حکومت او په ځانګړيی ډول له لومړي وزير نرېندرا مودي غوښتي دي چې په هندوستان کې دي مهتما ګاندي د نه تاوتريخوالي کړنلارې درس واخلي او د مسلمانانو وينه توېدنه دې ودروي. 

د ملګرو ملتونو په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د هند حکومت دې هڅه وکړي چې هندوستان د ټولو خپلو وګړو لپاره د امن، سولې او همپالنې کور کړي. 

د ملګرو ملتونود عمومي سرمنشي  وياند ويلي دي چې دوی په هندوستان کې روان وضعيت ګوري او دا چې د وژل شوي شمېر تر ۳۷ ورسېد د ژورې اندېښنې وړ ده. 

د هندوستان پلازمينې نوي ډيلي کې د هندوانو له خوا پر مسلمانانو د بريدونو په ترڅ کې تر ۳۷ مسلمانان شهيدان شوي او همدا ډول دوه جوماتونه او ځيني کورونه سوځول شوي دي.