د سوريې پوځ په هوايي بريد کې ۳۳ ترکيي سرتيري وژلي 

د سوريې پوځ په هوايي بريد کې ۳۳ ترکيي سرتيري وژلي 
روهي (جمعه/۹ د کب)، د ترکيې او سوريې ترمنځ پوځي کړکېچ کې تازه د سوريې هوايي پوځ پر ترکيي پوځيانو بريد کړی دی چې ۳۳ ترکيي سرتيري په کې وژل شوي دي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان ويلي دي چې د دغه بريد سخت غچ به واخلي. 

د ترکيې پوځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې په دې بريد کې د ۳۳ ترکيي سرتيرو د وژلو کېدو ترڅنګ په لسګونه نور ترکيي سرتيري ټپيان شوي هم دي. برید د سوريې په ادلب ښار کې شوی دی. 

ملګري ملتونو ادلب کې د ترکيې او سوريې د پوځي کړکېچ په اړه اندېښنه ښوودلې او له دواړه هېوادونو غوښتي دي، تاوتريخوالی راکم کړي.