۲۰۰۶ز کال کې د شوې سروې پر اساس د نړۍ د وچې دېرش سلنه برخه ځنګلونو نېولې ده، چې څلور مېلېارده هکټاره ځمکه يا ۱۵ مېلېونه مربع ميله کيږي. ځمکه او تاريخ پوهان ادعا کوي چې د ځمکې پر مخ لومړی ځنګل په Devonian دوره يا له نن ۳۸۰ مېلېونه کال وړاندې شتون درلود. د ۲۰۱۵ کال يوه سروې په ګوته کوې چې توله نړۍ کې تر درې ترېلېونه ونې شتون لري.
ځنګلونه د نورو ګټو ترڅنګ په انساني ژوند کې د اکسيجن لپاره اړين شمېرل کيږي. ساينس پوهان وايي چې يوه بالغه ونه د يو کال دننه ۱۰۰ کيلو ګرامه اکسيجن تولېدوي. ځنګلونه د کاربن ډای اکسايډ په خوراک سره کولی شي، چې د نړيوال تودخي مخه ونېسي. ځنګلونه همدا ډول د ځينو طعبيي پېښو لکه سيلابونو پر وړاندې طعبيي ديوالونه دي او مخه يې نيسي خو په ورته وخت کې د اورلګېدنې پر مهال ځنګلونه د اور د زياتېدو او کنټرول مخه نيسي. څېړنې ښيي چې د نړۍ اتيا سلنه طعبيي ځنلګونه له منځه تللي او دښته شوي دي. چې لاملونه يې اور لګېدنې او انساني کړنې دي.
هغه کسان چې د طعبيت ضد نظريې لري ځنګلونه په لويه کې د انسانانو په زيان بولي. دوی استدلال کوي چې ځنګلونو د کرنيزو ځمکو او څړ ځايونو ستره برخه نېولې ده او پرته له مستقيمې ګټې پرته دي. ۲۵ سلنه درمل چې نن ورځ په پرمختللي طب کې کارول کيږي له ځنګلونو تر لاسه کيږي. جاپاني ډاکټران ډیری هغه ناروغانو ته چې د ډېپرشن (تشويش) او ويرې ستونزې لري، ځنګل کې اوسېدل او ځنګلونو ته ورتګ ورته توصيه کوي.
اوس مهال تر ۳۰۰ مېلېونه خلک په ځنګلونو کې ژوند کوي. له دغه ډلې تر ۲۴۰ مېلېونه کسانو د ځنګلونو دننه د کار، ژوند، ښکار او نورو موخو په پار استوګنه غوره کړې او ۶۰ مېلېونه کسان بيا ځنګلي خلک دي چې په طعبيي ډول ځنګلونو کې اوسيږي. همدا ډول د نړۍ ۷۵ سلنه ژوي په ځنګلونو کې اوسيږي.
له ځنګلونو د ساتنې او د ځنګلونو د اهميت په پار ملګرو ملتونو ۲۰۱۲ز کال کې د مارچ مياشتې ۲۱مه نېټه د ځنګلونو نړيوالې ورځې په نوم ونوموله چې اوس هر کال په همدې ورځ لمانځل کيږي.
وروستي