د متحدو ايالتو دفاع وزير او د ناټو عمومي سرمنشی سبا کابل ته راځي

روهي (جمعه/۹ د کب)، ټاکل شوې ده چې سبا د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزير (مارک اسپر) او د ناټو عمومي سرمنشي (و ینس ستولتنبرګ) کابل ته راشي. 

د ولسمشرۍ وياند صديق صديقي د دغه خبر تائيد کړی دی او ويلي دي چې دوی به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره يوه ګډه اعلاميه خپره کړې چې د سولې له هوکړه ليک وروسته به افغانستان سره د لوېدځې نړۍ د همکارۍ په اړه وي. 

دغه دوه پوځي مشران به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امريکا او ناټو پر ګډې مبارزې او افغان ځواکونو سره د دوی د ملاتړ په اړه پر خپلو ژمنو ټېنګار وکړي.