سرچينې: افغان حکومت طالبانو سره د مخاخ خبرو لپاره  قطر ته شپږ کسيز پلاوی ولېږو 

روهي (جمعه/۹ د کب)، يو شمېر حکومتي سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې افغان حکومت شپږ کسان د قطر پلازمېنې دوحې ته له طالبانو سره د بين الافغاني خبرو لپاره لېږلي دي. 

سرچينې ويلي دي چې دغه پلاوی د طالبانو د غوښتنې او نړيوالو همکارانو په مشورې ټاکل شوی دی، ترڅو وسله والو طالبانو سره د سولې لومړي خبرې مخ ته يوسي. 

ټاکل شوې ده چې سبا به دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک هم لاسليک شي، چې له هغې لس روځې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الفغاني خبرې هم پيل شي.