کورونا ویروس: په ایران کې د جمعې لمونځ لغوه شو

روهي( جمعه/۹ د کب )، په ایران کې د لمونځ کولو غونډې د کرونا ویروس د ډیریدونکي ګواښ له امله لغوه شوي.

 ایراني چارواکو په تهران، قم او مشهد کې د جمعې لمونځونه لغوه کړل.

سربیره پردې ، د ایران د ٢٢ ولایتونو په مرکزونو او اغیزمنو سیمو کې د جمعې لمونځونه لغوه شوي دي.

خبري اژانسونه وايي په اغیزمنو سیمو کې ښوونځي او تعلیمي ادارې هم بندې دي.
دا څرګنده ده چې په ایران کې د کورونا ویروس څخه د مړو شمیر ۲۶ ته لوړ شوی.