روهي( جمعه/۹ د کب )، په پیل کې زړورو، سرښندونکو، مبارزو او باتورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د کب د ۹ مې یا د سرتېري د ورځې مبارکي وایم، د هیواد د اتلو وسلوالو قواوو د شهیدانو روح ته دعا کوم او زخمیانو ته یې عاجله شفا غواړم.
زه له ټولو هغو کورنیو مننه کوم چې، د زړه ټوټې او نازولي بچي یې له خاوري او خلکو څخه دفاع او په دې مقدسه لار کي قربانۍ ته وقف کړي دي.
د سرتېري د ملي ورځې نمانځل، زموږ له ځواکونو د مننې او قدردانۍ او د هغوی قربانیو ته احترام او مناسب ځواب دی، هغه ځواکونه چې په یخنۍ او ګرمۍ کي شپه او ورځ د ترهګرو پر وړاندې په قاطعیت سره مبارزه کوي او ترهګرو او دښمنانو ته اجازه نه ورکوي، چي زموږ پاکه خاوره کنټرول او ولس مو تهدید کړي. دوی خپل سرونه نذرانه کوي، څو زموږ سر او مال خوندي سي او په یوه ازاد هیواد کي جګ سرونه وګرځو.
زموږ ویاړلي امنیتي ځواکونه په سیمه او نړۍ کې په مسلکي توب، پیاوړې روحیه او حب الوطن کې بیساري دي. دوی په نړۍ کې د تروریزم او ترهګرو سره د مبارزې په اول صف کې قرار لري او ۹۴ سلنه خپلواک عملیات کوي.
په تېر میلادي کال کې زموږ دښمنان د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغان ځواکونو له لورې وځپل شول، ۸ ولسوالۍ د هغوی له کنټروله تصفیه شوې، زیات شمېر ترهګر تسلیم شول او لوی تعداد ولسي وګړي یې د ظلم او وحشت نه خلاص شول.
د ننۍ ورځي نمانځنه موږ ته دا زمینه هم مساعدوي چي، د افغان ځواکونو د موجوده ستونزو سره د نوري مبارزې لپاره پلان او اقدام وکړو.
وروستي