عمران خان مودي ته په اشارې: که څوګ زمونږ په هېواد کې په غېر مسلمانو لږکيو او د هغوی په عبادت ځايونو بريد وکړي سخته  سزا به ورکړو 

روهي (پنځه نۍ/۸ د کب)، د پاکستان لومړي وزير عمران په يو ټويټ کې ليکلي دي چې پاکستان مسلمان او غېر مسلمان يو ډول حقوق لري او د لږکيو درناوی کيږي. 

نوموړي د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي ته په اشاري ليکلي دي، چې زه د خپل هېواد وګړو ته خبرداری ورکوم چې که چېرې څوګ په پاکستان کې په غېر مسلمانو لږکيو او د هغوی په عبادت ځايونو بريد وکړي نو په جدي ډول به د قانون منګلو ته وسپارل شي. 

عمران خان په داسې وخت کې دغه ټوېټ کړی چې هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تاوتريخوالي کې ۳۷ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. دغه تاوتريخوالي کې د مسلمانانو دوه جوماتونه هم شهيدان شوي دي. 

د هندوستان اپوزېسيون او مخالفو ګوندونو هم د لومړي وزير نرېندرا مودي په حکومت نيوکې کړې دي چې له اقداماتو پرته يوازې د روان تاوتريخوالي چوپه  ننداره کوي. 

د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان هم هندوستان کې د مسلمانانو سره په روان چلند خواشيني ښوودلې او له مودي يې غوښتي چې د لږکيو مسلمانانو حقوق دې خوندي کړي.