روهي (پنځه نۍ/۸ د کب)، د ايران دولتي رسنيو تائيد کړې ده چې د دغه هېواد مرستياله ولسمشره (معصومه ابتکار) په کرونا ويروس اخته شوې ده.
معصومه ابتکار د ايران د اسلامي انقلاب پر وخت د انقلابي خوځښت ويانده وه او اوس مهال د ښځو او کورنيو چارو کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني مرستياله ده.
په ورته وخت کې د ايران پارلمان د ملي امنيت او بهرنيو چارو کمېټې مشر مجتبي ذوالنور هم په يوې وېډيو کې ويلي دي چې دی هم په کرونا ويروس اخته شوی دی.
له دې وړاندې د ايران د روغتيا وزارت مرستيال ويلي وو چې د کرونا ويروس معاينه يې کړې او مثبته ده.
وروستي