بغلان کې  د عبدالله عبدالله نومول شوي ويلي ناسته رابللې؛ ځان والي او عبدالله عبدالله ولسمشر يادوي 

روهي (پنځه نۍ/۸ د کب)، نن ورځ بغلان کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له خوا نومول شوي والي ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د بريا د شوې ادعا لمانځنه وکړه. 

د عبدالله عبدالله ډله چې  د هېواد اساسي قانون سره په ټکر کې يې د ټول - ګډونه په نوم خپل سری حکومت اعلان کړی، غلام مصطفی محسني په نوم يې يو کس يې د بغلان والي ټاکلی دی. 

ياد کس نن بغلان کې يو ناسته رابللې وه او د خپلو ملاتړو ترڅنګ ادعا کوي چې عبدالله عبدالله د ټاکنو بريالی نوماند دی او دی يې د بغلان والي ټاکلی دی. 

دا ناسته په داسې وخت کې تر سره کيږي چې امريکا له ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ځنډ او له عبدالله عبدالله د اساسي  قانون سره په ټکر کې د واليانو د ټاکلو کېدو بهير د بندېدو غوښتنه کړې.