روهي (پنځه نۍ/۸ د کب)، د هندوستان پلازمينې نوي ډيلي کې د تابيعت قانون پر سر د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د راپورته شوي تاوتريخوالي د وژل شوي شمېر ۳۷ ته ورسېد او د ټپيان شمېر لسګونه کسان دي. ډېری شهيدان مسلمانان دي.
د هندوستان د روغتيا وزارت منلې ده، چې تر اوسه ۳۳ مړي ګورو بهادور روغتون، درې جسدونه لوک نایاک روغتون او يو مړی جګ پرویش چندر روغتون ته وروړل شوي دي.
د هندوستان د قانون وزير روی شنکر پرساد ويلي دي چې حکومت هڅې پيل کړې دي ترڅو اعتراض کوونکو ته قناعت ورکړي خو دوی نه شي کولی چې د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش مسلمانانو ته د هندوستان تابيعت ورکړي.
د اسلامي هېوادنو د همکاريو سازمان د هندوستان پر روان وضعيت اندېښنه ښوودلې ده، د قربانيانو کورنيو ته يې تسليت وړاندې کړی او د هندوستان له حکومت يې غوښتي دي چې په ياد هېواد کې د شته مسلمانانو ژوند او حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د نوي ډيلي په براهمپوري نومي سړک چې يوې خوا يې ډېری مسلمانان او بلې خوا يې هندوان ژوند کوي د يو او بل پر وړاندې سنګرونه جوړ کړي دي.
د نوي ډيلي په شمالي برخه کې د ښوونځيو کلنۍ ازموينې چې د روانې فيبرورۍ په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه پيل کېدلې د تاوتريخوالي له امله ځنډېدلې دي او په ځينو سيمو کې ښوونځي هم تړل شوي دي.
سيمه کې مدني فعالان وايي چې ځينو کورنيو دغه تاوتريخوالي کې د کورنۍ غړو د لاسه ورکولو ترڅنګ ټول شته هم له لاسه ورکړي، کورونه يې سوځېدلې دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د هندوستان د اپوزيسيون او کنګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي د نريندرا مودي حکومت په نه توجه تورن کړی او ويلي دي چې د چوپ ننداره کوونکي په ډول د روان تاوتريخوالي ننداره کوي او د حل لار يې نه ګوري.
وروستي