تصوير

که بد رنګه مو په سرو وهي ميخونه
خو دا ښکلي مو په زړو وهي ميخونه

چې نه وګورو نه ښکلي چېرته ياد کړو
زموږ په سترګو او په خولو وهي ميخونه

له نادودو څخه کوم پلو ته ولاړ شو
وخت زموږ په ارادو وهي ميخونه

دروازې د زندانونو يې پرانېستي
د مکتب په دروازو وهي ميخونه

ستا د ښکلي مخ تصوير چې پکې  وينې
دا تور زړي په اوبو وهي ميخونه

څه به پټه کړې ښکلا زموږ له سترګو
د لمرونو په شغلو وهي ميخونه

بس د مينې سخت سفر يې دى په مخکې
خوار سحر بيا په څپلو وهې ميخونه