د امريکا د پوځ لوی درستيز: مونږ طالبانو او طالبانو او افغان حکومت ته د پوځي لارې ماته ورنه کړه 

روهي (پنځه نۍ/۸ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو د پوځ لوی درستيز مارک میلي د دغه هېواد ولسي جرګې دفاعي کمېټې ته په خبرو کې ويلي دي، چې که چېرې طالبان د تاوتريخوالي کموالو په کړنلارې مخ پر  وړاندې لاړ نه شي نو د واشنګټن په تصميم کې به بدلون راشي. 

خو نوموړی د تاوتريخوالي د کمښت له روان بهير خوښ وو او ويلي دي چې هر څه طالبانو سره دسولې په هوکړې پوري اړه لري، چې دوی څه ډول تګ کوي. 

مارک میلي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې له څو کالونو په يو پوځي کړکېچ کې يو، مونږ ونه شول کولی چې په جګړې کې طالبان مات کړو او طالبان به وانه شي کولی چې افغان حکومت مات کړي. 

نو غوره لار د خبرو لار ده کومه چې اوس هم د تاوتريخولي د کمښت په نوم جريان لري. مارک میلي ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک ملاتړ کوم او هغه په رسميت پېژنم. 

ټاکل شوې ده چې  د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک به د روانې فيبرورۍ مياشتې په ۲۹مه نېټه لاسليک شي، او ورپسې به د لسو ورځو وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې بين لالفغاني خبرې پيل شي.