لويې څارنوالۍ د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهير ۳۹ شکايتونه رد کړل 

روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د هېواد لويې څارنوالۍ د افغانستان زرغون بهير په نوم د يو سياسي جريان هغه ۳۹ شکايتونه رد کړي چې د سپکاوي او ښکنځلو پر وړاندې ثبت شوي وو. 

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي ويلي دي چې د سپکاوي او ښکنځلو شکايتونه بايد د هغه شخص له خوا ثبت شي څوګ چې ترې اغېزمن شوی وي. 

د نوموړي په وينا چې ياد شکايتونه  شخصي دي خو د يو سياسي جريان له خوا ثبت شوي چې په همدې اساس رد شوي. 

وړاندې امرالله صالح هم ويلي وو چې ثبت شوي شکايتونه د ده نه بلکې د افغانستان زرغون بهير له خوا ثبت شوي دي.