سعودي حکومت د کرونا ويروس له ويرې مکې او مدنيې ته (حج مراسمو) په ورتلو بنديز ولګولو 

روهي (پنځه نۍ/۹ د کب)، د سعودي عربستان شاهي حکومت اعلان کړی دی چې په نړۍ کې د کرونا وژونکي ويروس د خپرېدو له ويرې يې تر يوې مودې دوه سپڅلي ښارونو ته د حج او عمرې مراسمو لپاره د بهرنيو مسلملنانو ورتګ بند کړی دی. 

دغه پرېکړه د سعودي عربستان حکومت د حج چارو وزارت کړې ده. د حج وزارت په اعلاميه کې د نړۍ له مسلمانانو غوښتل شوي دي، چې تر يوې مودې دي د عمرې او حج مراسمو په پار سعودي عربستان ته نه داخليږي. 

همدا ډول له ټولو هغه بهرنيو وګړو ته ويزې بندې شوې دي، چې  سعودي عربستان ته د سياحت يا ګرځندوی په موخه ورځي. سعودي عربستان د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې د سيمې هېوادونو سره خپل تګ - راتګ محددو کړی. 

سعودي حکومت له خپلو وګړو هم غوښتنه کړې ده چې د نړۍ هېوادونو ته په سفر کولو دي پاملرنه وکړي او هغه هېوادونو ته له تګ دې ډډه وکړي چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي. 

سعودي عربستان کې تر اوسه د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده موندل شوې، خو حکومت يې د مخنيوي په پار جدي اقدامات پيل کړي دي.