روهي (پنځه نۍ/۷ د کب)، د ماریا شاراپووا په نوم به نړيواله کچه د تنيس مشهورې لوبغاړې چې اوس مهال دوه دېرش کلنه ده له تنيس لوبې ځان ګوښه کړ.
نوموړې Fair مجلې ته په لېکل شوې مقالې کې له تنيس د رخصت ويلي او ليکلي دي (Tennis — I'm saying goodbye). ماریا شاراپووا د تنيس په برخه کې له نړيوال شهرت برخمنه ده او په دې برخه کې ډېرې جايزې او مډالونه هم تر لاسه کړي دي.
نوموړې په ۱۹۸۷ز کال کې مسکو کې زېږدلې ده. دي په خټه روسۍ ده او د تنيس په برخه کې يې لسګونه نړيوالې او سيمه ييزې لوبې تر سره کړې دي. تېر د نوموړې په مټ کې درد بايد او له تنيس يې د استعفا لامل هم دا بلل شوی دی.
وروستي