د نورو لپاره ځان مه ستړي کوئ

الله تعالى فرمايي: ﴿وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ﴾.
ژباړه: د هر هغه چا لپاره تباهي ده چي (مخامخ) خلكو ته د پيغور وركولو او (په شا پسي يې) د بدېو كولو په عادت اخته دی.

مجاهد وايي: هماﺯ :” هغه څوک دی چې دخلکو غوښې(دغيبت لارې) خوري  او لماﺯ: هغه څوک دی چې پيسي شاه د خلکو بدي وايي“.
الزهد لوكيع بن الجراح (٢١٢).

علامة ابن سـعدي رحـمه الله وايي: “هـماز : هغه څوک دى چې دخلکو نيمګړتياوې لټوي، په اشاره او کړنه دخلکو بدي بيانوى، لـماز : هغه دى چې د وينا له لارې خلک عيبجنوي”.
 تفـسير للسـعدي (934).

د يو عالم څخه د هغه چا په اړه وپوښتل شو چې ډير نيک عمل کوي خو ورسره غيبت کوي، هغه وويل: ”ښايي الله له دې لپاره مسخر کړي وي تر څو د نورو لپاره عمل وکړي”.

عبدالله بن المبارك رحمه الله وايي: ”ما سفيان الثوري رحمه الله ته وويل أبو حنيفة رحمه الله څومره له غيبت نه ليرې و، ما ترې نه دي اوريدلي چې د چا غيبت يې کړي وي!
سفيان وويل: په الله قسم هغه دې ته ډېر ځيرک و  چې په خپلو نيکيو داسې څوک مسلط نه کړى چې له منځه يې يوسي”.
 تاريخ بغداد : (٣٦٣/١٣).

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي: “وينې دتويولو کېلې: غيبت او د خلکو ترمنځ دچغلۍ له لارې د فساد په نيت د فتنو خپرول دي چې لامله يې وينه تويېږي”.
فتح الباري ( ٤٧٢/١٠ ).