پاکستان د کورونا ویروس له وېرې په سند ایالت کې نن او سبا ښوونځي رخصت کړل

روهی( پنځه نۍ/۸ د کب )، پاکستان د سند حکومت د کورونا ویروس د احتمالي اندیښنو په پایله کې ټول ښوونځي د بندولو پریکړه کړې، د کراچۍ د KMC روغتونونو کې بیړني حالت نافذ کړی.

په خپل ټویټر پیغام کې، د پوهنې ولایتي وزیر سعید غني نن او سبا ټول ښوونځي د تړلو اعلان وکړ. د بله پلوه، د میر کراچۍ په لارښوونه، د عباسي شهيد، سرفراز رفیقي روغتون، لینډي میډیکل کمپلیکس کې د ګوزڼ وارډونه جوړ شوي دي. او د احتیاطي تدبیرونو نیولو لارښوونه کوي.
 
بل خوا په بلوچستان کې تعلیمي ادارې د مارچ تر ۱۵ مې پورې بندې وې پداسې حال کې چې د لسم صنف امتحانونه ځنډول شوي وو.