هند کې روان تاوتریخوالی مودي ته د شرم لامل ګرځېدلی!

په هندوستان کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په نښتو کې د لسګونو انسانانو وژل په دې مانا دي چې ګواکې د نړۍ د بشري حقونو ټولې ادارې نورې فلج شوې دي ځکه که هر څومره مخالفتونه او عقدې د خلکو ترمنځ خپرې شې خو بیا هم په جنګ او وژنو نه ارزي او په کار وه چې هلته د تاوتریخوالی له منځه وړلو په اړه کار شوی وی.

هند کې د دغه هېواد تابعیت په تړاو د لانجمن قانون په اړه د پلویانو او مخالفانو ترمنځ له وروستیو دریو ورځو جنجالونو ښکاري چې هلته لږترلږه شل کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه لانجمن قانون چې له کله را هیسې تصویب شوی نو په هندوستان کې یې پر وړاندې لاریونونه ډير شوي دي. د یاد قانون له مخې به هند د یو شمېر هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته طابعیت ورکوي، خو مخالفین یې وایي، دا په اصل کې د هندي مسلمانانو د ګوښه کولو یوه هڅه ده.

لاریونونه او پر حکومتي چارو نیوکې د هر چا حق دی تر څو د خلکو غوښتنې په نظر کې ونیول شي خو برعکس په هند کې دغه اعتراضونو نه یوازې دا چې حکومت یې دفاع کړې بلکې پر وړاندې یې لا هم خلک پاڅوي ترڅو یوه ډله خلک وځپل شي.

هلته دغه تاوتریخوالی تر دې حده رسیدلی چې حتی د مسلمانانو دوو جوماتونو ته اور هم اچول شوی دی.

د ریپورټونو له مخې دا په نوي ډیلي کې له لسیزو وروسته خونړۍ ترینګلتیا ده چې له بده مرغه د هند حکومت یې په اړه چوپه خولی دی. په داسې حال کې چې په تیرو څو ورځو کې هند د امریکا د ولسمشر ټرمپ کوربه و تر اوسه د دغو اړودوړو په اړه نه یوازې ټرمپ غبرګون ښودلی بلکې د هند لومړي وزیر مودي هم څه نه وايي.

هندي خبریالانو ویلي چې د همدې مسئلې له امله د تاوتریخوالی روان بهیر مودي ته د شرم وړ ګرځېدلی ځکه چې د ټرمپ یې په اصطلاح سم کوربتوب نه دی کړی.

که نړیواله ټولنه او نور مدني نړیوال بنسټونه د هندوستان د مسلمانانو اندېښنو ته ارزښت ور نه کړي او د هغوی شکایتونو ونه اوري نو ښايي قهرېدلي هندوان لا هم د مسلمانانو پر کورونو او هټیو بریدونه وکړي او ممکن د سیمې په کچه یوه کړکېچ رامنځته کړي چې زیان به یې بیا د هند دولت ګوري.

دغه تاوتریخوالی مذهبي رنګ لري، د نړۍ تاریخ په ډاګه کړې چې هره جګړه او اختلاف چې عقیدوي او مذهبي رنګ ولري، که کنټرول نه شي نو پر یو لوی کړکېچ هم اوښتلی شي چې زیان به یې د هندوستان هېواد ته ډيرې وي.

په هند کې د مسلمانانو ترڅنګ د نورو مذهبونو ګڼ شمېر نور خلک هم د یاد قانون پر ضد را پورته شوي. په څرګند ډول دا پېښه په نړیوال ستیج د دغه هېواد مورال تر پوښتنې لاندې راولي.