دنیا تشه ښکاري ماته

نن په ښار کې هیڅوک نشته
نن په ښار خوره چوپتیا ده
نن دښار خلک غیب شوي
لکه ګډه چې وبا ده

ویل کیږي دلته هلته
څو ځانمرګي دي راغلي
آسمانڅکو ته ختلي
له ماڼیو خلک ولي
 
ځوانان نیسي عسکري ته
وایي امر د کارمل دی
نن په ښار کې خلک نه شته
نه پوهيږمه څه چل دى

څه خبره ده پوه نه یم
جوړه لویه ګډوډي ده
چاته حال نه معلومیږي
هرچا جوړه پاچاهي ده

ټوپکیان سره اوښتي
د هر چا خپل حکومت دی
یوې خواته جمیعت دی
بله خوا حزب وحدت دی

ګلم جم په ښار ګډ شوي
په نظار شورا یرغل دی
په کورونو تالان ګډ دی
غله نارې وهي چې غل دی

څوک په وینو کې پراته دي
څوک په منډو دې له اوره
دهرچا خپل بیرغونه
څوک وتی نه شي له کوره

بیا کوڅه په کوڅه جنګ دی
را اوریږي راکټونه
نن په ښار تپه تیاره ده
بیا په جنګ دي تنظیمونه

بهرنیان دي راوتلي
هرې خواته ګولۍ ولي
ټول ښاریان یې تر شک لاندې
په ملکي خلکو ښاغلي

څو عسکر لیوني شوي
راوتلي له قطعې دي
بس په نوم پښتانه وژني
وایي مله د القاعدې دي

نه ...

نه زما ذهن ګډوډ دی
ته چې نه یې تیارې راشي
ته چې نه یې زما یاد ته
ها ترخې خاطرې راشي

ته چې نه یې هیڅوک نه وي
تشه ښکاري دنیا ماته
چې ته نه یې ترږمۍ وي
تاریکه وي هرې خواته

بل څوک نه وینم په سترګو
نیم وجود زما ویده وي
دنیا تشه راته ښکاري
دا نور نیم وجود مې نه وي