
( المجتمع )
جنجال راپارونکې بنګالۍ ليکواله تسليمه نسرين هغه مهال دهندوستان امنيتي چارواکو نظربنده کړه کله ،چې يو شمېر مسلمانو مظاهره چيانو دهغې شړل وغوښتل .تسليمه نسرين په دې تورنه شوې ، چې د اسلام سپکاوی يې کړی .
قهرجنو مظاهره چيانو دکلکتې د ښار پوليس دې ته اړ کړل ، چې نسرين د هوا له لارې دبنګال لوېديځ ( جيپور ) ته ولېږدوي ، خو د راجستان سيمه ييز حکومت دهغې د لېږد غوښتنه کړې . دراجستان دکورنيو چارو وزير ګلاب چند کاتاريا خبريالانو ته وويل : هغه زموږ له اجازې پرته دلته راغلې او د امنيتي لاملونو له مخې حکومت له هغې څخه غواړي ، چې له دې ځايه ولاړه شي . حکومتي چارواکو ويلي ، چې د راجستان پوليسو (45 ) کلنه ليکواله ، چې اوسمهال په هندکې د اختياري تبعيدي په بڼه اوسېږي د ولايت تر پولو رسولې . يو لوړ پوړي امنيتي چارواکی وايي : د ګاونډي ولايت هاريانا پوليس به د نسرين له وررسېدو سره سم د هغې د ساتنې دنده پرغاړه واخلي . تر اوسه پورې دا معلومه نه ده ، چې نسرين په خپله خوښه کوم لورته ځي ، خو معلومات دا وايي ، چې نوموړې د نوي ډهلی خوا ته روانه ده .د هندي ورځپاڼې له قوله : نسرين ، چې کله راجستان ولايت ته روانېده د سيمې دوديز اسلامي حجاب يې اغوستې و . دهندوستان ختيځ ښار کلکتې ته هغه مهال پوځ وغوښتل شو ، چې کله په زرګونو مظاهره چيان سړکونو ته راووتل او له هندوستان څخه يې د نسرين شړل غوښتل ، ځکه چې دې پيغمبر عليه السلام ته سپکاوی کړی و .
خبري رسنيو ويلي ، چې هندي چارواکو په هندوستان کې دنوموړې ويزه د 2008 تر فبرورۍ پورې تمديد کړې ده .