
ياددښت:
(د حمزه قاتل) هغه په زړه پورې ناول دی ، چې مصري ناول ليکونکي( نجيب الکيلاني) ليکلی او حميدالله محمدشاه پښتو ته ژباړلی. روهي ويپاڼې چې د دغه مشهور ناول پنځه برخې پخوا خپرې کړي وې او بيا يو څه موده ځنډ په کې راغی ، غواړي د پخوانيو برخو د بيا را په يادولو سره دغه لړۍ بيا پيل کړي، هيله ده چې ستاسو د خوښې وړ وګرځي .
د ليکوال لنډه پېژندنه:
نجيب الکيلاني
د اوسمهالي اسلامي ادب مخکښ، کره کتونکی او شاعر( نجيب الکيلاني ) د عبداللطيف زوی او د ابراهيم لمسی په (۱۹۳۱ز) کې د مصر د طنطا ولايت په شرشابه نومې کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې، لومړنۍ زده کړې د کلي په سنباط ښوونځي کې ترسره کړي بيا د طنطا له زراعتي ليسې څخه فارغ شو، په ۱۹۵۱/۱۳۷۰ز کې د قاهرې پوهنتون طب پوهنځي ته ومنل شو، په ۱۹۵۵م /۱۳۷۴ل چې د پوهنځي وروستی کال يې و، زندان ته ولېږدول شو، چې وروسته بيا د ۱۹۵۹ز/ ۱۳۷۳ل په نيمايي کې د خراب روغتيايي حالت له امله راخلاص شو، بيرته د طب پوهنځي ته ورستون شو او په همدې کال ترې فارغ شو، د مصر په روغتون کې د ډاکتر په توګه وګومارل شو، په ۱۹۶۵ز/ ۱۳۸۵ل کې بيا زندان ته ولېږدول شو او د اسراييلو له خواد ۱۹۶۷ز ترماتې پورې په زندان کې و.
ارواښاد کيلاني په (۱۹۶۰ز) کې د مصر د راديو د مشهورې وياندې نفيسه شاهين له خور کريمه شاهين سره واده وکړ، لوی څښتن ورته درې زامن ډاکتر جلال ، انجينر حسام ،محمود اويوه لور عزه ور په برخه کړل.
کله چې يې (الطريق الطويل/ اوږده لار) نومی ناول د مصر په کچه د جايزې وړ وبلل شو، جمال عبدالناصر په ۱۹۵۷ز/ ۱۳۷۶ل کې له زندان څخه راوغوښت څو خپله جايزه تر لاسه کړي، پر همدغه ورځ بېرته زندان ته ورستون شو. لس کاله يې د جمال عبدالناصر په زندان کې تېر کړل، کله چې ازاد کړل شو، مصري چارواکو يې شتون ونه زغمه، خليج ته د ژوند د پاتې عمر د تېرولو له پاره مسافر شو.
د شلمې پيړۍ په نوييمه لسيزه کې مصر ته راستون شو او د فکر، اسلامي ادب او تاريخي ناول پرليکلو يې پيل وکړ، د کتابونو شمېريې اويا ته ورسيده ، چې له هنري او ادبي ځانګړنو څخه برخمن وو، لوستونکو يې کتابونه خوښ کړل ، يو شمېر آثاريې بهرنيو
ژبولکه انګريزي ، فرانسوي ، ترکي ، روسي، اردو، فارسي، چينايي ، اندونيزيايي ، ايټالوي او سويډي ژبو ته ژباړل شوي .
د مسلمانو ولسونو په اړه يې د ناول ليکلو لړۍ له ( ليالي ترکستان/ د ترکستان شپې ، عمالقه الشمال/ د شمال اتلان ، عذراء جاګارتا/ د جاګارتا پيغله ، الظل الاسود/ تورسيوری) او د ( عمر يظهر في القدس / عمر په قدس کې څرګنديږي) نومي ناول کې يې له ادبي خيال سره اسلامي تاريخ ورګډ کړی، په دغه ناولونو کې اسلامي فرهنګ جوت ښکاري: (الطريق الطويل / اوږده لار ، ارض الانيباء/ د نبيانو ځمکه، نورالله ، قاتل حمزه/ د حمزه قاتل، نابليون في الازهر/ ناپليون په ازهر کې، النداء الخالد/ تلپاتي چيغه، رحله الي الله / الله ته ورتګ ، اليوم الموعود/ ټاکلې ورځ ، ارض الاشواق/ د شوق ځمکه ، حاره اليهود/ د يهودو کوڅه). د ارواښاد نجيب الکيلاني ادبي او دناول ليکنې يون پرڅلورو پړاونو ويشلی شو :
۱ ــ رومانيتک پړاو، دغه پړاو يو شمېرهغه ناولونه په غيږ کې نيسي چې نجيب الکيلاني يې په ترڅ کې د خلکو د اندېښنو او ټولنيزو ناخوالو په اړه غږيدلی لکه بيوزلي ، ناپوهي ، ناروغو... له دغو ټولو ستونزو سره يې عاطفه ، خيال او سرکښه هيلې هم ورګډې کړي بيلګه يې ( اوږده لار ، توپاني پسرلی ، سوځيدلي ، په تياره کې ، د کلي پيغله ، د سولې کوتره ، د مريي شپه ........
۲ ــ تاريخي پړاو، په دغه پړاو کې ارواښاد کيلاني له نبوي سيرت او اسلامي تاريخ څخه الهام اخيستی دي ، هڅه يې کړې، چې له تاريخ څخه د اسلامي تمدن فعاله او کارنده څيرې په ادبي بڼه انځور کړي ، نورالله ، د حمزه قاتل ، ناپليون په ازهر کې ، تلپاتي چيغه ، د شيطان سر ..... يې ښې بيلګې دي .
۳ ــ استشراقي : په دغه پړاو کې نجيب الکيلاني له عربي نړۍ بهر د هغو مسلمانو ولسونو چې په منځنۍ اسيا ، شوروي اتحاد ، چين ، اېتوپيا ، اندونيزيا او نايجريا کې مېشت دي غږيدلی او له حکومتونو سره يې د دوی ستونزې او ناخوالې انځور کړي ، له دغو ناولونو څخه د کيلاني موخه دا وه چې عربان د دوی له ستونزو څخه خبر کړي، بيلګې يې د ترکستان شپې ، تور سيوری ، د جاګارتا پيغله او د شمال اتلان دي .
ارواښاد نجيب الکيلاني د مرګ تر ورځې ډيرې ناخوالې وليدې ، دا هر څه يې په ډيره ميړانه وزغمل ، د ۱۹۹۵ز د مارچ پر اوومه يې په مصر کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي .
د حمزه قاتل
شپې ټوله نړۍ په غيږ کې رانيوله ، پرمکه اوګرد چاپيره درو يې خپل تور څادر وغوړاوه، داسمان په منځ کې ډير لږ خواره ستوري تر سترګو کيدل، مکه له خپلو کورونو سره ديوې سره تاو شوې غونډارې په څيروه، هيڅ نښې يي نه ښکاريدې، پر کورونو دچوپتياڅپه خپرېدله، خو دا داسې نا چله چوپتيا وه چي تر پوښ لاندې يي پاريدونکي احساسات، ويدې کېنې، زيانمنې هيلې، چي سرکشي اونادودې ورکې له ورايه ښکاريدله، پټې شوي وې.... سبا ته د کسات ورځ ده ... سباته به قريش له خپل ټول زور اوزر سره راوځي څو له محمد صلی الله عليه وسلم څخه خپل بدل واخلي .... دوی لاد بدر ورځ نه وه هېره کړې....
داهغه تلپاتې جګړه وه، چي دمکې دسرسړيو اواتلانو په کې خپل ټول ژوند له لاسه ورکړاويو شمير نور دمسلمانانو له لوري په اسارت ونيول شول. له مکې بهر دهمدې تيارې په منځ کې هلته ليرې ديوه سړي تر څنګ يوه پيغله ناسته ده او دواړه دراز ونياز په نړۍ کې ځانته وو، ځينې وخت به سړی ناکراره ښکارېده، پيغله له دغۍ ناکرارۍ څخه ځوريدله اوپه کراره يې د شونډو لاندي وويل:
ــ وحشي پرتا څه وشول؟؟
ــ له زړه څخه مې لمبې پورته کيږي!
ــ دې ژوند ته ولې په ښه سترګه نه ګورې، موږ خو ډيرې خوږې شېبې لروخو ته هر وخت په دې هڅه کې يي چې زموږ په نېشه کې تېشه ووهې.
پرداسې مهال يې خپل تور مخ ورواړوه، چې سترګو يې په تياره کې ځلا کوله او زياته يې کړه :
ـ موږ غلامان خو په نړۍ کې تر ټولو بدمرغه يو....ژوند مو نارامه او پيچلی دی،ټول ژوند مو ذلت،سپکاوی او غمونه دي.... دنيکمرغۍ په اړه مو ډير څه اوريدلي خو په سترګو مو نه ده ليدلې...د خوند او هوساينې خبرې به راته نه کوې!
له غښتلي مټ څخه يې ونيوه او له احسانه په ډکه ژبه يې ورته وويل:
ـ مړ شې اې وحشي!! زه مې د بادار په کورکې اوسم له کار کولو وروسته په ارام زړه بيده کيږم، هلته خوراک و څښاک ښه پريمانه دي، ځيني وخت له کوره په غلا را ووځم تر څو ستا تر څنګ کينم ... زه له دې کار څخه ډېر خوند اخلم ... زه همدې ته پيدا شوې يمه ... اوزما په څېر يوه وينځه به ولې له دې زياته تمه کوي؟؟
اوله ملنډو او خندا سره يې ورغبرګه کړله:
ـ ازادي!
ـ په ډار يې ورته وويل:
ازادي ....؟ عجيبه خبره ده ...ازادي ... دروند پيټی دی او زموږ کمزورې اوږې يې د پورته کولو وس نه لري ... بيا به تل په دې هڅه کې ياستو چې يوه ګوله مړۍ ومومو، کيدای شي له ملنډو او تيري سره مخامخ شو، اوس خو موږ د خپلو بادارانو تر چتر لاندې يو،خوراک اوڅښاک مو دهمدوی پر غاړه دي، اې بې عقله همدوی دي چې دراتلونکي ډاډ راکوي...
وحشي سوړ اسويلی وويست، په نارامه نظر يې تور افق څاره، اوپه نهيلۍ يې لېري کتل،د سر په ښورولو سره يې ورته وويل:
ـ څه سوچ کوې، که چيري ستا بادار خبر شي چې ته په دې توره تياره کې د شپې په دې وخت کې له کوره راوتلې يې او زما په څېر له يو سپک غلام سره ګورې، چې له تاسره مينه لري؟
د مينې کليمې ورته ډاډ ورکړ، اوزړه يې له ډيرې خوشالۍ په درزا پيل وکړ، ويې ويل:
ـ په وهلو او ټکولو به مې مړه کړي.... زه به ډيره نيکمرغه يمه زه به له هغه درد او کړاو څخه خوند اخلم چې ستا له امله ماته رارسيږي... يوازې ستا له پاره!
بيا يې په ډيره مينه خپل لاس دهغه پرغاړه او لوڅ مټ راتير کړ... خو هغه په زوره ټيل وهله اوله ځان سره وبوګنېده:
ـ زه دغه ژوند ته په سپکه ګورم... هرڅه مې له پامه تور دي .. خلک، ځناور، باداران اومريان.. . مکه اومدينه.. .دوی خو ماته له ذلت او سپکاوي پرته نورڅه نه دي راکړي.... زه به هم له کينې او قهر بل څه ورنه کړم ....
دغه غبرګون خوند ورنه کړ، احساس يې ټپي شو ورته يې وويل:
ـ ايا دابه نادوده نه وي، چې دهغه چا په اړه دا ډول سوچ کوې چې له تاسره يې ښه کړي؟
له ډنګرمټ څخه يې په زوره ونيوله او څو جټکې يې ورکړې او ورته يې وويل:
ـ په ژوند کې حلال او حرام نه شته... ژوند خو ځواک اومال دی... بېوزلې مريان خومړه دي... کمزوري خومړه دي.. او بي عقلې! موږ خو مړه يو ... ميږه، اوښه،خر دا ټول د خپل څښتن پاملرنه ګوري... خوموږ ... ها بيوزلې!! دانسانيت مرتبې ته رسيدلي نه يو او د حيوانيت مرتبه مو هم په برخه نه شوه... .
دپيغلې سر وګرځېد، ځکه چې په دې وروستيوکې يې دهلک خبرې نااشنا او له ګواښه ډکې وې، د مينې او اتلولۍ له خبرو يې لاس اخستی و او داسې خبرې يې کولې چې دهغې نه خوښيدې، نږدې ده چې دغه ډول خبرې يې خوبونه اودهغه تر څنګ خواږه يادونه له منځه يوسي. پرده څه وشول؟ پردې نړۍ څه وشول؟ اه .... له کومې ورځې چې محمد خپل پيغام راوړی خلک لالهانده او سر ګردانه دي، فکرونه سره مخالف شول تورې له تيکو راووتې، ايا همدا لامل دی؟؟ او نږدې ده چې نور خلک هم داسې نا اشنا کارونوته لاس وراوږد کړي، لکه په دي وروستيو کې چې خلکو پرې ځانونه بوخت کړي، دهغې خو دا کارونه په پام کې هم نه و، داخوله کوره ديوې خوږې مرکې په نيت راوتې وه. له همدې اندېښنې او حيرانتيا څخه د راوتو زړه يې وکړ او وحشي ته يې وويل:
ـ دمينې خبرې راته وکړه...
له ملنډو ډکه خندا يې وکړله:
ـ له مينې وروسته څه وي؟
هيڅ نه اې وحشي ..... دا خوپه خپله موخه ده ....
پښې يې وغځولې، خپله لنډه ږيره او ګوړګوتي ويښته يې وګرول او ورته ويې ويل:
ـ که چيري مو بادار پرهغه څه خبر شو، چې زما اوستا تر منځ شته، نو هيلې به مو وريژوي اود تل له پاره به مو له يوبل ځنې جلا کړي، په دې اړه سوچ نه کوې...
ـ داخو تر اوسه نه دي پيښ شوي، نوولي يې په اړه سوچ وکړم ؟
ـ ميږيان د ژمي له پاره خوراک زيرمه کوي...
ـ موږ خوله ژمي څخه نه ډاريږو، خوراک خودبادار په کور کې پريمانه دی
په لوړ اواز يې چيغه کړله:
ـ ستا بادارله ژمي هم بد دی....
يو څو شيبې چورت کې وه، بيا داسې لګيا شوه: يوه ورځ مي سوچ کاوه چې الله عزوجل له خپل لوري يواستازی راوليږي موږ په بيه واخلي بيا مو ازاد کړي ... ايا محمد او ملګري يې دا کارنه دی کړی ؟ بلال يې واخست اوازاد يې کړ ... رښتيا هم بلال ډير کړاونه وليدل... خواوس له ازادۍ ځنې خوند اخلي ... اوله راتلونکي هيڅ نه ډاريږي.
وحشي نيغ ودريد او ورته ويې ويل:
ـ دغسي خبرې به نه کوې ...
ـ ولې؟
ـ زمانه خوښيږي ... ته اوس بيا دراتلونکې ازادۍ په اړه غږيږې اوله ټولو بد دا چې د محمد په اړه هم غږيږې... زموږ د بادار تره وژل شوی، موږ دهغه په اړه پټ غږيږو .... خوايا دا رښتيا ده چې بلال د بدر په ورځ د قريشوسرداران وژل؟؟ ايا دا ناشوني غوندي نه ده ؟؟
وحشي هيڅ ځواب ورنه کړ، اوپر هغه خبره يې سوچ کاوه چې دده او دبادار (جبير) ترمنځ ياده شوې وه، اياشوني ده چې دغه خبره له ياده وباسي؟
بادار يې ورته ويلي و: « وحشي دنيزې په ويشتلوکې زه ستا په مهارت خبر يم وحشي ستا يو ګوزار هم نه خطاکيږي... دمکې خلک له پخواڅخه ستا پراتلولۍ او جنګ خبر دي... اوما په تا کې دا وړتيا ليدلې ده .... ما لا پخوا ويل چې ته د ستاينې اومينې وړ يي اودامې هم ويلي و، چې دا د ازادۍ وړ سړی دی... وحشي ته بايد د خپل ځان بادار اوسې ... دغه مهال بيا کولای شې چې خپل هېواد حبشې ته ستون شې.... اويا به ديو سپيڅلي تړون له مخي له ما سره په مکه کې پاتې شې او زما دکور له غړوڅخه به يې، خوهر شی يوقيمت لري وحشي که ته دغه قيمت پرې کړې، نوهغه چې ته يې لاسته راوړې ډير ارزښتناک اوګرانبيه به وي... داد ژوند طبيعت دی ... ته خو پوهيږې چې د محمد سړيو دبدر په ورځ زما تره (طعميه) وژلی.... دمحمدتره حمزه وژلی ... که چيرې تا حمزه وواژه په خداي چې ازاد به دې کړم اوپردې سربېره هرهغه څه به درکړم چې ستا راتلونکی پرې خوندي شي، څوورځې وروسته موږ له محمد سره د جنګ له پاره وځو وبه ګورو چې ته څه کوې ... وحشي دغه ډول زمينې په ژوندکې کله کله وي ... ته په کې څه وايې؟؟
وحشي داهرڅه له ذهنه تېرکړل، ايا هغه کولای شي چې دخپل بدمرغه اوذليله ژوند په تاريخ کې دا پريکنده شيبې له ياده وباسي؟؟ دا به هغه ورځ تل په ياد ولري چې دا يې د مريانو سوداګر ته وروستی و او سوداګر دی لاندې باندې ښه په ځير کتلی او بيا يې په لږو پيسو راونيو، دا به تل هغه ښکلې اروا يادوی چې دده ژوند ته يې لږه خوشالي او ډاډ وربښلی و اودا هغه پيغله وه چې دهمده څنګ ته به کيناستله، وحشي به دخپل بادار (جبير) هغه خبره هم رايادوله چې ده ته به دازادۍ د نعمت په اړه غږيده، له دې خبرو وروسته دوحشي په زړه کې په لسګونو مختلف احساسات په څپو شول، داخو دنورو مريانو په څير نه و، هغه خو تل دازادۍ خوبونه ليدل.... هو په کومه ورځ چې محمد خپل پيغام راوړ دده زړه ورته له خوشالۍ په درزا شو... ده په هماغه پيل کې دورتګ په اړه سوچ کړی و.... چې راځه ورشه اوايمان پرې راوړه ... خو بادار (جبير) به يې ژوندی نه و پريښی لکه څرنګه چې د(بلال) بادار و.... دی دخپل بادار سختي او له محمدسره يې کرکه ډيره ښه پيژني .... وحشي وډار شو هسې نه چې خپل ژوند او ازادي دواړه له لاسه ورکړي.... انتظار يې غوره کړ ... خواوس دادی بادار يې ورځنې بيه غواړي .. دغه وخت وحشي له ډيري خوشالۍ اوليونتوبه داسې پيل شو:
ـ باداره ... که دازادۍ خبره په کې نه وي ... ستا دتره وينه زموږ دټولو په غاړو کې يو امانت دی ... زه به ستا د امرونو په پلي کولو کې هيڅ ناغيړي ونه کړم ... له هماغه بدمرغې ورځې رادېخوا موږ ټول دشرم احساس کوو... زه به حمزه پردغې نيزې داسې وڅيرم چې ټپ به يې هيڅ ونه رغيږي...
داخبرې دومره اسانې هم نه وې لکه څرنګه چې همدغې مرکې رابرسيره کړې، وحشي لاپخوا په دې سوچ کې دازادۍ لار له ستونزو اوخنډونو څخه ډکه ده، او وحشي دهرشي دترسره کولو له پاره چمتو دی څو يوځل بيا راژوندی شي،او له ازادۍ څخه خوند واخلي ...
ټوله نړۍ دې دوزخ ته ولاړه شي ... لعنت دې وي پر جبير او کاکا يې او پرټولو هغو چې په ځمکه کې دي ... هغه خو دخپلې ورکې ازادي په لټه کې دی...دی خو يې مور ازاد زيږولی و او دهمدې ازادۍ دلاسه ورکولوپه اړه يې دپاموړ لامل ونه موند... وحشي دروا او ناروا، دحق اوناحقه، دخير اوشر په اړه کوم ځانګړې عقيده نه درلوده... ځکه چې ناروا، ناحقه او شر داټول له ده سره په يوې ذاتي مانا کې راغونډ شوي اوهغه داچې دی مريې دی.... کله چې داسې شوه نو ارزښتونه اوفکرونه دې سره مخالف شي، ساړه اوتاوده بحثونه دې راپورته شي، جنګونه دې پيل شي، مړي دې وشي، دالله اوشيطان، جنت اودوزخ، کفراو ايمان په اړه دې ډيرې خبرې وشي خودا ټول کارونه – لکه څرنګه چې يې وحشي انګيري- له ده سره له نږدې اوليرې هيڅ اړيکې نه لري اوهغه يې په اړه ډير لږ سوچ کوي، او په دي هڅه کې هم نه دی چې تل ته يې ورکښېوزي او يا يې نورې خواوې سره وڅيړي، هغه خپل مريېتوب په داسې تنګه او توره نړۍ کې ارايسار کړی، چې ورځنې دوتو هيڅ څرک نه تر سترګو کيده، کله چې يې سرسخته بنديوان راشي ... او د دروازې دپرانيستو خبره ورته وکړي څو ژوند او رڼا وګوري ... ايا هغه به ورځنې مخ واوړي که څه هم ډير لوړ قيمت ورته وټاکي؟؟ وحشي له خپل خوب او سوچ څخه د خپلې معشوقې پر غږ راويښ شو، چې هغې په زوره ټيل وهه او ورته يې وويل :
ـ څه ؟ لکه چې خوب درځي؟
ـ نه ... خوزه به خپله ازادي ترلاسه کوم ...
په حيرانتيا ورته وويل:
ـ څه؟ ته خو پرګډو وډو سريې ...
ـ څو ورځې وروسته به له قريشو سره يوځای دمحمد جنګ ته روانيږم ...
ـ زه خو ستا پرخبرو نه پوهيږم ...
ـ له جګړې څخه به بل بنده راوګرځم ...
ـ وحشي !!
ـ روغ او سم بنده به يم، دخپلې خوښې خواړه به خورم، څه مې چې خوښه وي هغه به کوم، په خپله خوښه به بيده کيږم اوبيدارېږم ....
ـ اې وحشي سرخو درباندې نه ګرځي ؟
ـ زموږ زامن به ازاد وي دبادارانو چيغې به يې نه ډاروي دشرم او پيغور متروکې به يې نه نارامه کوي، زړونه به يې د ذلت او سپکاوي تريخوالی نه وريتوي...
په حيرانتيا يې ورته وکتل اوزياته يې کړله:
ـ څرنګه ؟
پراوښکو لمدې شوې سترګې اوله غبرګون څخه راغونډشوی مخ يې ورواړوه او دلاس پر خوځولو سره يې ورته وويل:
ـ زما پردغه نيزې ...
بيا له ځان سره وبوګنېده :
ـ ازادي اخستل کيږي او ورکول کيږي نه ... ازادي پروينه ... هره وينه چې وي هيڅ باک نه کوي داکه دسردارانو وي او که د کوڅه ډبو ...
ـ او بيوزله ته خو په ګډو وډو سريې، له ګواښه ډکې خبرې کوې، ته د خپل ځان په اړه په ډاروونکې لهجې سره غږيږې که څه هم دا پيچلې هغه ده، زه څومره بدمرغه يمه !! زه خوستا پريوې خبرې هم نه پوهيږم
۲ –-
خلک راته د درناوي په سترګه ګوري ، هر چېری چې ځم په مسکا مې هرکلی کوي دستاينی او هڅونې خبرې مې پرغوږو دېوې خوږې نغمې په څير لګيږي ، ټول لګيا دي وايي: ( وحشي راغی... وحشي لاړ..... وحشي وخوړل ...وحشي ويده شو... ) نوم مې دکور په ټولو کونجو کې انګازې کوي ، بادارمې (جبير) په وياړ راته غږ کوی، باداره مې په خپلو پستو شونډو په ډيره مېنه زما نوم يادوی ، کوچنيان مې پرغښتلي مټ لاس راکاږي ، ټول راته له حيرانتيا ګوته په غاښ دي ، اوس يو سپک ذليله مريې د درناوي اوناز وړ وګرځيد... ای لعنتي کوڅه ډبو زه درته په سپکه ګورم، ستاسې پرناوړه ارزښتونو لاړې توکوم ، ستاسې پر ځانښودنی ملنډی وهم، کينې مو پر خټوککړې دي ... زما ساده پېغله په ډير شوق راته ګوري، دنااشنا مېنې اودزياتې لېوالتيا کاته يې پيل کړي اوله ځان سره لګيا ده: ( ای وحشي تاخو په دغه کور کې هغه ځای تر لاسه کړی چې له بادار پرته يې بل څوک خوب هم نه ګوري.. څه پېښ شول ؟؟ زه خوپرهيڅ هم نه پوهيږم) زه له دغه کړنو نااشنا خوند اخلم او ټول پام مې همدې لورته اړوم او په اړه يې ملنډو ته ورته خوښې څرګندوم ها... ها... ها... اې باداره زه دې په چوپړکې يم زما جنګی مهارت اوهنر ... دبدن او اعصابو ځواک، ستا په ښي لاس کې دي ... غواړم ټولو ته دا په زبات ورسوم ، چې زه کولای شم په ځينو کارو کې پر ځواکمنو بادارانو هم لاسبری شم ...هلته يوشمېر کارونه شته چې له ماپرته يې نور په سمه توګه نه شي ترسره کولی ... هو له ماپرته ... زه سپک او ذليله مريې ... بادار مې له مانه په يو سپيڅلي کار کې مرسته غواړي ... چې زه بايد دده کسات واخلم ... او دقبيلې عزت او درناوی يې وساتم ... له چا به کسات اخلم ؟؟ له حمزه بن عبدالمطلب دعربو نوموتی اس ځغلونکي ، درسول الله تره، دبدر پرورځ دمکې د سرسړيو دوینو بهونکی ... زه دې ته تياريم چې هر حماقت تر سره کړم ، او يا هره ګناه وکړم، چې خپل شتون او ذات ثابت کړم او له خپل ځان ځينې دمريتوب او شرم تور داغ ليرې کړم ... عنتره الله دې پر تا ورحمېږی ... بنو عبس درته په درنه سترګه کتلی و... ډير کړاوونه او ناخوالې دې ورځينې وليدلې. ستا د لویۍدله منځه وړلو هڅه يې وکړله، له (عبلې) سره يې ستا د سپيڅلې مېنه او پاک احساسات ونه زغمل ... ځکه چې ته مريې ې ... رنګ دې تور دې ... ای عنتره ته مريی يې .... او(عبله) دسردارانو له زوزاته ده ... اصل ونسب لري ... عنتره دايې له ياده ويستلي چې ستا احساسات ستا دمخ په څير تور نه دې، ستا وينه ددوی له هغې سره کوم توپير نه لري،کيدای شي ته د (ارزښت) له مخې له ځواکمنو بادارانو څخه ستر او ګټور وې په ژوند او مېنه کې ځکه ستا پرحق سترګې پټې کړی چې ته يومريې يې...تور پوستی يې ... عنتره کله چې همدوی بيا دتورې تیغ ته برابر شول اونږدې وه چې دښمنان دقبيلې برم له منځه يوسي،اوښځې يې په اسارت ونيسي او سړي يې ورسپک کړي..... يوه بدمرغه درباندې غږ کړ: ( عنتره بريد وکړه ) تا ورته وويل : (غلام دبريد چل نه زده ) نو هغه درته په عذر او زارۍوويل: ( بريد وکړه اوته ازاد يې) څومره ښه خبره ده ( ته ازاد يې ) په تا کې دغې جادوګرې خبرې
دومره څه وکړل چې په زرګونو خبرو نه شو کولای.. ازادۍ درکې يو هيښونکی ځواک راوپنځوه، همداځواک له حقيقت ځينې اسطورې ته ډير ورته و... عنتره زه دې ډير ښه پيژنم، ای د اتلانو اتله! ای دسترې ازادۍ عاشقه! زه دې پيژنم ځکه زه هم ستا په څير د سپکاوي او ذلت په اور وريت شوی يم له دوو کارونو سره لاس وګريوان وم کړاوونه او ډارونکی رواني عذاب ... ټول ژوند مې کينه وه ، هر څه ته مې په سپکه سترګه کتلي .
دابوسفيان ښځه (هند) ورته راغلله ... چې له يو چاسره خبرې وکړي؟؟ له ماسره ، له تورپوستی وحشي سره ... سپک مريې سره دمکې کوڅې او سپيڅلي کور دې واوري .... چې (هند) ماته راغلله له ناستې سره سم يې په ژړغوني اواز وويل: ( مسلمانانو مې زوی (حنظله )، پلار او ورور وژلي ... له هماغې ورځ رادېخوامې ويښتانو تيل او بدن اوبه نه دي ليدلي ترهغې مې ماتم اعلان کړي چې تر څو د خپل قوم د سردارانو کسات وانه خلم، وحشي! که حمزه دې چيری وواژه چې له ما څه غواړی لکه پيسې، سره، اوښان، مېږی دربه يې کړم ... له ټولو زيات بخشش به زه درکړم (هند) زارۍ کوي، اوښکې يې په سترګو کې ډنډ شوي خو دهغې کبر اوغرور يې دبهيدو مخه نيسي، (هند) دخپل اصل ونسب او په قوم کې د لوړ مقام له درلودنې سره پردې ونه توانيدله چې دخپل پری شوي شرافت څخه ننګه وکړي، او دخپلو توی شوو وينو کسات واخلي نو سپک مريې ته راغله مرسته ورځينې غواړي، له مړو اوښکو سره يې ورته زاري کوله چې شرف يې وروساتي، دشرم مخه ورځينې واړوي او کسات .... يوه زړه پوری هيله مې داوه چې دا وخت همداسې پسې وغځيږي او (هند) هغه خبرې لاپسی اوږدې کړي چې ما هڅوي ...زاري وکړه ... زاري وکړه ... اې دسردارانو لورې !
په مړو سترګوراوګوره ... خپلې هيلې او غوښتنې زما دتورو قدمونو لاندې کيږده ... ای دمجوسيت خوندوره اوره چې زما بدن او اروا دې سوځوله اوس ښه په غرغنډو شه ... ای جبيره له ازادۍ او لوړ قيمت ځينې راته ښه ډير وګړيږه، دغه شيبې زما د ژوند له غوره او خوږو هغوځينی دې ... ته وا چې ژوند اومرګ زما په لاس کې دي ... لږترلږ دحمزه ژوند اومرګ ... ای دمکې سرګردانو او مکرجنو مشرانو ... تاسې خپلو کينو او اپلتو ته له سجدې پرته بل دېن نه لرئ ، پرعتبه، شيبه او ابوجهل دې لعنت وي زه څومره له حمزه خوښ يم، چې ستاسې اتلان يې را وپرځول او دهغوی کبر اوغرور يې له خاورو سره يو ځای کړ!! بيشکه چې حمزه ستر دې ... خوزه به دغه ستر وژنم ... زه به يې ووژنم تر څو ستاسې په نظرکې له هغه ځينې لوی شم ... خو ايا زه به رښتيا هم دغه مقام ته ورسيږم؟؟ ايا خلک به په مريتېوب کې او ذلت کې زما تير له ياده وباسی اوکنه وايي به چې وحشي (مريې) درسول الله تره حمزه وواژه او بادار يې جبير هغه ازاد کړ، او دابوسفيان ښځی (هند) ورته يو څه انعام ورکړ؟؟ او بدمرغۍ!! ايا شوني به نه وي چې زما د تاريخ دغه تور پړاو له منځه يوړل شی؟؟ ددغه سيمې اوسيدونکي دنسب له ساتنې او دپېښو له روايت سره بی کچې مېنه لري، خوداد هيچا له وسې پوره نه ده چې له دغې مېنې ځيې دوی لاس اخستو ته اړباسي، که څه هم دغه (څوک) دټولې ځمکې له واکمنو څخه يو وي ... خوزه ولې په دغه شکمنې مسلې کې دومره سوچ کوم ؟؟ تير دې هغه څه وي چې دتقدېر خوښه وي ... زه دنن ورځې زوی يم ... دهغه برم زوی يم چې زه يې پرخپل لاس او نيزې سره جوړوم.
کله چې دابوسفيان په مشرۍ لښکر روانيدو ته نږدې شو، وحشي خپلې پیغلې ته ورغي، دواړه دخلکو له نظره يوې ډډې ته شول ورته وويل:
ـ ( زه ځم .... )
ـ ( وحشي زه خو پرتا د جنګ له ناخوالو څخه ډيره ډاريږم ... )
ـ ( بدمرغه دومره په اسانۍ سره نه مري، تقدېر يې ددې له پاره عمرونه ورزياتوي چې نوره بدمرغي هم ورپه برخه کړي .........)
په نه زړه ورته وويل:
ـ ( دژوند په اړه ستا نظر د يو ثابت اصل په توګه نه شی اخستل کيدای.)
ـ ( زه د خپلې غمېزې په اړه درته غږيږم، دنورو دتجربو او نظر په کيسه کې دې نه يم ..........)
ـ ( ولې ؟؟)
ـ ( ځکه چې خلک درواغ وايي، او تر ټولو ستر درواغجن هغه دې چې دپوهې دعوه کوي .........)
په تاسف ورته وکتل او ورته يي وويل:
ـ ( ته خو دسپيڅلو نصوصو درناوي نه کوې)
ـ ( هو، داهسی ګډی وډې دي، دساده ګانو او پوهانو يوې ډلې کښلی )
ـ ( په يوه وخت کې ساده ګان هم دي او پوهان هم ؟؟ )
ـ ( اوبې عقلې.... بلاغت تشې خبرې دي ....... همدا لامل دې چې د ساده توب نړۍ ته ورګډه شوي يي....)
ـ ( خوچې زه څومره پوهيږم، بلاغت او پوهه نوک او ورۍ دې ..........)
په الوتې بڼه يې ښي او کیڼ لورته وکتل اوزياته يې کړله:
ـ ( دعاشق سړی يوه اوښکه دشعر له زرو بيتو څخه ډيره بلیغه ده، اودېو سپک رټل شوي مريې له بدمرغه شيبو څخه مخور فيلسوفان هم دتعبير وس نه لري... اوس دحقيقت اوتعبير تر منځ څومره توپير دې .........)
ـ ( بلاغت به هيڅکله هم په خبرو کې راګير نه شي ... خبرې بيوسه اوبندېوانې دې .... پیغلې په زړه کې مې په زرګونو غوښتنې او توپانونه په خوځښت راځي خو چې کله خبرې کوم له څرګندولو ځينې يې بيوسه شم .... زموږ نړۍ خو له بيوسيو او کبرجنو څخه ډکه ده ...........)
د چوپتيا يوه ګونکه شيبه رامنځ ته شوه، دپیغلې په سترګو کې اوښکې وځليدې ورته يي وويل:
ـ ( ايا بيا به راستنيږی ؟)
ـ ( خامخابه راستنيږم ... )
ـ ( له جنګ ځينې ځان وژغوره .... )
په ملنډو او خندا يې ورغبرګه کړله :
ـ ( زه به هيڅکله ونه جنګيږم ........)
ـ ( هغه څرنګه ؟ )
ـ ( زه دمسلمانانو او کافرانو ترمنځ په خونړي جنګ ځان نه بوختوم ... توره به هم پورته نه کړم، او نه به ځان ګرداب ته وروغورځوم؟ د دواړو لوريو پرقضيه زما هيڅ سر نه خلاصيږی، ځکه خو يې په اړه ډير سوچ هم نه کوم، يوازې دخپلې غمېزې په اړه سوچ کوم....... سپک مريتوب .... زه ځم چې خپله ازادې راوړم .... )
په ورخطايې يې وويل:
ـ ( چې خپله ازادي راوړې؟؟ )
ـ ( هو ... او قيمت يې زما په لاس کې دې... )
ـ ( ته څه وايې ؟؟ )
هغه خپله نيزه چې په منګولو کې کلکه نيولي وه وخوځوله، دمخ پلې يې سره راغونډې اوسترګو يې له ګواښه ډکه ځلا وکړه او په همدې حالت کې ورته وويل:
ـ ( يوارام ځای کې به کينم، او دهغه د راتګ له پاره به شيبې شمېرم، پرته له دې چې ما ووينی خپله نيزه به دهغه په لور وروتوغوم.... اوهر څه به پای ته ورسيږی..
خپله نيزه به راواخلم دتورو له ټکر او وينو څخه به ليرې يو ځای ته پناه يوسم ..
او دجګړې د پای انتظار به کوم... که چيرې محمد لاسبری شو په منډه به مکې ته راستون شم تر څو نوی ژوند پيل کړم ... خوکه چيری مسلمانان مات شول .. نو دېو ښکلی کاروان په سرکې به له ازادې،مال اوبرم سره يوځای راستون شم... مهمه داده چې زه يې ووژنم ... زه اوس په دې اړه سوچ کوم ... )
پیغلې ورته په نه زړه وويل:
ـ ( داڅوک يادوې ؟ )
ـ ( حمزه بن عبدالمطلب ... د رسول کاکا .... )
ـ ( ته يې وژنې ؟؟ حمزه وژنې ؟؟ )
ـ ( هو... ځکه چې همدا قيمت دې ... هغه قيمت چې بادار (جبير) يې راځينی غواړی تر څو ازادي راکړی، هند اوخاوند يې ابوسفيان پردې شاهدان دې ... )
له همدې خبری وروسته، ورځينی روان شو .... پیغله ډيره حيرانه شوله کتل يې چې وحشي له قهره سور اوښتی، ارت ګامونه پورته کوي، خپلې اوږې يې پورته پورته غورځولی، خپل تور تندې يې اسمان ته پورته نيولي ته وا چې چيلنيچ ورکوي، هغه په خپل ذهن کې پر هغه څه ښه پوهيده چې دا يې بايد ترسره کړی خو له دې هرڅه سره اندېښنو داسې په مخه کړي چې هيڅ پای نه درلود.
پیغلې پر اننګو راروانه اوښکه وچه کړله، او څو سلګې يې پورته شوې بيا يې له اندېښنې او خفګانه خپله شونډه وچيچله اوله ځان سره يې وويل:
ـ ( اوبيوزله!! ته په دې وروستيو کې څومره بدل شوی يې، دهغه پرخبرو زما سر نه خلاصيږي، داخو نارامه او راپارونکی دې، له بيدارۍ اوخوب ځينی هيڅ خوند نه اخلي داسې بريښي، چې خوراک و څښاک ته يې زړه نه کيږي، زما تر څنګ کېني خوزما له شتون ځينی خوند نه اخلي، ته وا چې په بل ستوري کې اوسی ... زما او دده تر منځ ستر خنډ رامنځ ته شوي ... نوموړی دخپلو نا څرګندو غوښتنو او هيلو بندېوان دې .... داخو د ډير خفګان وړ خبره ده !!
کله چې يې ځان ته پام شو د وحشي خيال يې له ذهنه وتی و، خو د تريو او راغونډ شوي مخ بڼه يې هماغسی وه ... اوهغه نااشنا خبرو يې په ستړی سر کې انګازې کولی، خوله دې هرڅه سره يې دمحمد اودهمده په اړه دکيدونکو خبرو په هکله سوچ کاوه ... وحشي يې ډير زر له ذهنه ووت ... په دې سوچ کې شوه چې څرنګه به وکولای شی چې هغه ځای ته ورشی چې هلته ښځې له محمد سره ليده کاته کوی اوله نوو او راپارونکو ماناوو څخه غږيږی.
ـ ۳ ـ
مکې اويثرب ته ورڅيرمه د(احد) غره ترمنځ لار له کږليچونو، لوړو ژورو څخه ډکه ده،شپه ورځ شي ، او ورځ شپه، دکسات له پاره راوتی لښکر چې مشري يې ابوسفيان کوي لاپسې هڅوي ،پر ګرد وهلي چتر يې سرو شيطاني هيلو خپل وزر غوړولی، دقريشو مشران صفونه برابروي ، کله چې د دمې له پاره چيرته تم شي خبرې پيل شي ، اوښان حلال شي ، جامونه ډکيږي اوتشيږي خو زړونه له يوې ناڅرګندې ويرې څخه ريږدي او يوه پيچلی نا ارامتيارامنځ ته کوي .... وحشي د ډلې په منځ کې ولاړ دی هر څه اوري او څاري هر لورته د کينې ډکې سترګې اړوي را اړوي ، دحمزه بڼې يې خيال نيولی ... پر نيزه يې ګوتې ووهلي .... اوبخته جکړه به کله پيليږي ؟؟وحشي تلوار لري هغه غواړي چې په خپل ژوند کې تر ټولو نيمکرغه ورځ وويني ... هغه ورځ چې دی ازاد وي ...
دابوسفيان ښځه هند وايي : ( ای دعربو سرخيلانو.... دا يو لنډ غوندې چکر دي ... اودمحمد کار به پای ته ورسيږي .... زړونه به يخ شي، دکسات اورونه به ويده شي.)
ابوسفيان دسر په خوځولو ورته وويل: (هند د کسات اور به هيڅکله مړ نه شي .. ايا ته ګومان کوې چې دمحمد اويا حمزه وژنه به د دوستانو له مرګ څخه راپيداشوي درد او خفګان له منځه يوسي؟؟ هند دا چوره ناشونې ده چې داسې وشي ... که سپينه يې درته ووايم موږ خويوازې له خپل عزت او برم ځيني دفاع کوو . او سرکښ پسې اخلو، خوپرحنظله زوی دې خفګان دپلار او ورور غم دې پر دوستانو دې زړخوږ داټول به تلپاتی وی ... هند ورته په نه زړه وويل:
ـ ( ته خو هر کار ته په سپکه ګورې... په خدای که دحمزه وينه توی شوه او محمد ووژل شو زما په زړه کې به يوه ذره غم هم پاتې نه شي .... مرګ خو کښل شوی، که څوک پر توره ونه وژل شي پربل څه به ووژل شي ... کسات به له دوستانو له مرګ څخه عادې هغه وګرځوي .... سړيه سردې خلاص شو؟؟)
دابوجهل زوی عکرمه وويل: موږ اوس يوازې دغچ په اړه سوچ کوو غچ ... کله چې هغه څه را په زړه کړم چې دبدر په غمېزه کې مې له پلار سره وشول دکينې تاو مې پسې واخلي .... کله چې هغه شيبه را په زړه کړم چې يوه سپک سړی په خپل مردار قدم دمکې دېوه ټولمنلي سپيڅلی بدن وهلي .... نږدې ده چې له خجالته ويلي شم .... څومره شرم دی !! )
هريو لګيا دې دخپل غچ په اړه غږيږي ، وحشي دا هرڅه په ډيره بيباکۍ او نه زړه اوري ، له خپل ځان سره پر خبرو بوخت دی ( ای بدمرغو کوڅه ډبو، تاسې ټول خپل حماقت او غرور وژلي ياست ... دبادارانو بدنونه او د ړندو مريانو زړونه ... که چيرې خلک دعقل او احساس له مخې تلل کيدل زه به اوس ستاسې د ټولو بادار وم... ابوجهل، عتبه ، شيبه اونور د جمود بې لارتوب او حماقت بدبويه ډيرانونه دي... لعنت دې وي پردوی ... اوتاسو ).
دوحشي سوچ ډير ليرې ولاړ... په مکه کې د سردارانو له کورونو ځينې په يوه کې ورته خپله پیغله ورپه زړه شوله :
ـ ( اه ای ګرانې... ډير زر به درستون شم له خپلو اوږو به مې د مريتوب غمونه او خيري څنډلي وي ... هغه مريې چې خپل ځان په خپل مټ د نورو له مرستې پرته ازاد کاندې، په رښتيا چې دا بادار دی ... او دده ازادي به په نړۍ کې تر ټولو ګرانبيه هغه وي ... هغه مهال به زه ټولو خلکو ته په سپکه ګورم ... هغه باداران به سپکوم چې زما لويې بابيزه ګڼله زما انسانيت ته يې په سپکه کتل او زما بدن يې پر متروکو وريت کړي... اوهغه نا پوهه مريان به هم سپکوم چې دوی څرنګه پرذلت او سپکاوي صبر کوي ، د زور زياتي څخه کار نه اخلي تر څو د ظالمانو له لاسو خپله ازادي تر لاسه کړي... ای پیغلې زه به دېوه بادار په بڼه درستون شم ټولو به دهمده لورته سترګې نيولی وی)
وحشي له شاڅخه اواز واوريده چې ورته ويل يې:
ـ ( وحشي .... ازادي ... مال .... تلپاتې درناوی ... شهرت چې اوازې به يې تر لرې ورسيږي دا له ياده مه وباسه ... هند پرځان قسم نه اړوي او نه خپله وعده ماتوي... وحشي داښه په ياد ولره)
وحشي ورته خپلی حيرانی او کږې سترګې ورواړولی او ورته يې وويل:
ـ ( هند نږدې ده چې له تندې مړشم .... )
ـ ( اوبه خو پريمانه دي ... )
ـ ( اوبه مې تنده نه شی ماتولی... پردوو شيانو مې تنده خړوبيږی وينه او شراب .... هند نن شراب اوسبا ته وينه... )
شونډې يې له ناوړه مو سکا سره بيرته شوې او ورته يې وويل:
ـ ( ستا له خبرو زه څومره خوند اخلم .....)
هغه يې پريښود، څو شېبې وروسته ورته بيا راغله، اويوې وينځې له شرابو ځينی لوښی را ډک کړی و هغه يې له وينځې واخيست او وحشي ته يې ونيو، ورته يې وويل:
ـ ( وحشي ! که چيرې زموږ د لښکر سړي ټول ستا په څير وای نوهيله مې پوره کيدله، زړه به مې يخ و غمونو به نه زبيښه .. زه د سړيو وړتياوې ډيرې ښې پيژنم ..)
وحشي په ډيره لېوالتيا مخ ورواړوه او زياته يې کړه:
ـ ( هند، ستا پروړاندې زه څه ارزښت لرم ؟؟ )
ـ ( که چيری د نسب او اصل خبره زما په واک کې وای، نو د قريشو له سردارانو ځينې به مې يو ګرځولی ... )
ـ ( ايا ته وا زه به د دومره وياړ وړ يم ؟؟)
ـ ( وحشي له دې هم زيات ... )
ـ ( له کله راهيسې په دې نظر يې ؟؟)
ـ ( له ډيرپخوا.. مابه ستا د سرکښۍ خبرې اوريدې، د بادار پر وړاندې به ودريدې ، ډول ډول کړاونه به دې زغمل ، ستا د اتلولۍ په اړه مې هم ډير څه اوريدلي ، نو له ځان سره به مې ويل دا سړی ددې له پاره پيدا شوي چې له سردارانو ځينې يو وي نه مريې.. خو تا دخپلې وړتيا د څرګندونو له پاره مناسبه زمېنه نه وه مېندلې... )
هند يوه شېبه چوپ شوله او بيا يې ورزياته کړله :
( وحشي اوس خو وخت رارسيدلی.. که تا چېرې حمزه وواژه هغه مقام به ترلاسه کړي چې له تا وړاندې هيڅوک نه دی وررسيدلي .. د اسلام له ستنو ځينې به يوه پياوړي ستن راونړوې... حمزه خپله يو لښکر دی... وحشي حمزه خو دوستان راته وژلي اتلان يې کسکر کړي ... وحشي حمزه د محمد کاکا دی زړه او روح ته يې ډير ورنږدې دی... )
وحشي د هند خبرو ته وغوړيده ، پر غوږو يې دهند خبرې ډيرې ښې ولګيدې رسا يې زړه ته ننوتي ، نږدې و چې اروا يې راوپاروي ، وحشي ورته مخامخ ولاړ دې ـ د شرابو پياله يې په لاس کې ده ـ له خوشالۍ هرلورته اوړي را اوړي ... په ژوند کې يې د خوښۍشېبې همدغه شپې دي چې دا ورکې د خپلې اتلولۍ او شخصيت ستاينه اوري ، دا له ډير پخوا ځينې ورک ... سرګردانه ... سپک و خو نن د لوړ ارزښت څښتن
وګرځيد ... د هند خبرې يې پر غوږو د کاهنانو تر نغمو هم خوږې لګيدې، وحشي له دې زيات نور څه غواړي ؟ ايا پیغله به يې رانه شي چې هغه څه واوري چې هند يې وايي ؟
هند خپل کار پسې روانه شوه ، وحشي يوې ډډې ته کيناست او د شرابو پر څښلو يې بريد وکړ... څومره غمونه دي ! دا اوس هم له باداره پټ يوازې شراب څښي ، ولې عکرمه ، ابوسفيان ، جبير نه راځي چې له ده سره په شريکه شراب وڅښي ؟ اه ... اوس هم مريي دی ... د خوالې او مرکې له پاره هيڅوک نه شته ... ټول عمر به يوازې شراب څښي ... يو څو سړي يې په خيال کې راوګرځيدل چې دا ورسره بنډار کوي هغوی
له ده او دی له هغو سره خبرې کوي ، پر څه يې اختلاف پيدا شي ، غصه يې راوپاريږي د شرابو نشه يې سرته پورته شي ، بيا يې چیغې پورته شي هر لورته او ځای ته سوکان ورکوي چیغې وهي ، ګواښونه کوي ننګونې کوي ، دغه مهال يې بادار راشي او وګوري چې دې خو پر وهمې جګړي بوخت دی.
- ( وحشي ... او ليونيه ته څه کوي؟) ورته ووايې :
(زه دغه سرکښو ته لار ښايم ... دوی پر ما ملنډې وهي ... بادار يې ورته ووايي : وحشي زه خو هيڅوک هم نه ګورم ... ) وحشي ورته ووايي : زه خو يې ګورم ... دوی زما ځينې تښتي ډاريږي هسې نه چې ويې نه نيسم ) وحشي يوې درنې کمچينې سره چې ملا او مخ يې ورته وسوځاوه رابيدار شو... څومره ناخوالې مې وليدې ... هغه د دوهم ځل له پاره پر شرابو پيل وکړ... تر اوسه يوازې دي ... نه يې نيزه ورسره ده همدغه نيزه ورته د ټولې مکې له سردارانو ځينې غوره ده ... دانه ګډې وډې وايي نه پرې ملنډې وهي او نه ورځينې تښتي ، تر اوسه يې هيڅ په سپکه ورته نه دې کتلي ... دغې نيزې هيڅ دوکه ورسره نه ده کړي ... هرکله چې يې توغولې نښه يې نه ده خطا کړې ، او موخه يې تر لاسه کړي ، ځينې وخت وحشي له ځينو څيزونو سره نا اشنا او کلکه مېنه پالي ... دا خو بې ساه ده ... خو دا ورسره ډيره مېنه لري او ورځينې ډاډه دی .. دغه نيزه له زرو جبيرانو ځينې ورته غوره ده ... او د زرو هند نومو ښځو څخه هم .... ټول دوکه کوي ، خيانت کوي ، ملنډې وهي خو نيزه يې داسې نه ده ... همدغه معدني راتاوه شوې ټوټه به ازادي ورته واخلي .... دايې نو ژوند اوشتون دی ... وحشي د خپلې نيزې په اړه سوچ کوي او د شرابو پرله پسې ډکې پيالې ګيډې ته ورغورځوي ...
مخ يې تک سور شو، سر پرې ګرځي او سترګې يې د اور بڅري شيندي ، پر خپل ځای نیغ ودريد او له لېونتوبه يې چیغې پورته شوي : ( ای د مکې سرخيلانو يو يو رامېدان ته شئ ... زه ستاسي د ټولو د وژلو توان لرم ) دناستو خلکو د خندا او ملنډو ځوږ پورته شو :
جبير وويل :
- ( دا بيهوښه دي خپل سر او پښې سره نه پيژني )
- ( پريږدﺉ چې لګيا وي ... راځئ چې خپل ساعت تير کړو ... )
- ( نيزه يې له لاسه واخلئ دا نه پوهيږي چې څه وايي او څه کوي ... زه يې پيژنم ... )
جبير نیغ ودريد ، د وحشي لورته يې جوت ګامونه واخستل او سترګې يې ورته برګې کړي ، په لوړ غږ يې ورته وويل :
- ( نيزه دې راکړ ه ... )
وحشي پر نيزې کلک ونښت او په ډار يې وويل :
- ( نا شوني ده دا زما ژوند دی ... )
- ( او ليونيه .... نيزه راکړه او کنه سر دې له تن څخه جلا کوم وحشي ولړزيد ، اوښکې يې له سترګو څخه وبهيدي او ورته يې وويل :
- ( زه نه شم کولای ... زه نه شم کولای دا زما نيزه ده .... )
بادار يې نور هم ورنږدې شو په امرانه لهجه يې ورته وويل :
- ( نيزه راکړه .... )
- ( خو زه پرې حمزه وژنم … د ونې تر شا به پټ شم او څارم به يې … پريږدم يی چې پر هر لور بريد او يرغل وکړي … د بريښنا په څير به يې کولمو ته ورواستوم … دغه مهال به هر څه پای ته ورسيږي جبير ناستو ځوانانو ته سترګه ووهله ، هغوي وحشي له شا راونيوه لاسونه يې ور وتړل او نيزه يې ورځېني واخيستله … او له دې سره ټولو ښه په کړس کړس وخندل ، وحشي يې ټيل واهه او پړمخي پر ځمکه راپريوته او په لوړ اواز يې چیغې پيل کړي :
- ( تاسې مې ژوند راځنې اخلئ ، زه يې د بيلتون توان په ځان کې نه ګورم ... دا تل زما مخلصه ملګرې پاتې شوي ، له مور او پلاره راباندې ډيره مهربانه ده ... د خداي له پاره بېرته يې راکړﺉ ، ما دې ته يو شعر ويلی چې تر اوسه مې هيچا ته هم نه دی اورولی .... )
د شور او ځوږ او د خندا په منځ کې ، هند له کوم لوري را پيدا شوله ، چیغه يې کړه :
- ( دا تاسې څه کوئ ؟ ټول په ګډووډو او شيطانت لګيا ياست ، تورې مو په ملاوستنی پورې ځړيږي ... له وحشي سره مو څه کار دي ) بيا جبير ته ور وړاندې شوه ، او د وحشي نيزه يې ورځينې را واخيستله ، او پر شګو پروت ژړغوني مريې ته ورغلله او په تصعني زړه خوږ يې ورته وويل :
- ( وحشي دا دې نيزه ... مه خفه کيږه ... )
په لېوالتيا يې را واخېسته ، په مينه يې لاس پرې راکش کړ ، بيا يې ورځينې ښه توده مچکه واخيستله او له ځان سره يې وويل :
- ( ای ګرانې ... دوی غواړي چې زما او ستا تر منځ بيلتون راولي ، په خداي قسم چې ستا بيلتون د مور او پلار له بيلتون ځينې راته سخت پريوځي، ټول يو ځل بيا خندا پسې واخستل ، يوه يې د ملنډو په بڼه وويل
- ( وحشي پريږدئ چې لګيا وي ... د راز او نياز نړۍ يې مه ورخرابوئ ... هغه د مېنې له سخت کړکيچ ځينې سر ټکوي ... څو ساعته وروسته به خپله را بيدار شي ... )
بيا وحشي ته ورټيټ شو ورته يې وويل :
- ( ستا نيزه لا تر اوسه هم سپيڅلي ده ... )
وحشي له اوښکو ډکې سترګې ور واړولي او په غصه يې ورته وويل :
- ( دا عزتمنده ، سپيڅلي ده ... هيڅ ګناه يې نه ده کړي ... )
ټولو پرې وخندل ، يوه يې وويل :
- ( له دې سره خو زه پخوانۍ اړيکې لرم ... )
وحشي له ډيره قهره چیغه کړه :
- ( درواغ دې وويل ، دا زما پرته بل هيڅوک نه پيژني ... )
هغوي ښه شېبه وروسته له خپلو ملنډو او ټوکو لاس واخيست ... ماښام شو ، وحشي لا تر اوسه پر شګو پروت و ، له نيزې ځينې يې خپلې غښتلي مټې را تاوې کړي وې ، ته وا چې هغه پرې ډاريده هسې نه چې د شپې هوا ورونه رسيږي ، سر يې سخت درد کاوه ، خو سوکه سوکه را بيداريده ... د حلالو شوو اوښانو اومېږو بوی سپږمو ته رسيده ، وحشي سخت وږی شوی و، خپلې سترګې يې وموښلي ، ښي او کیڼ لورته يې وکتل ، په دې هڅه کې شو چې په تکه توره تياره کې د خپل ځای پته ولګوي ، همدغې تيارې يې ساه دومره تنګه کړې وه لکه په سينه يې چې غټ کاڼي پروت وي .
۴
پر همدغه تاريخي ورځ وحشي ودريد او د (احد) غره ته يې کتل ، دغه غر تر اوسه خپل سر چاته نه دې ټيټ کړي ... وحشي هر څه په چوپه خوله څاري ، خلک پر مرګوني جګړه بوخت دي ، ګرد پورته شو ، په سوزنده لمر کې د تورو ځلا له ورايه ښکاري . د سړيو چیغې پورته کيږي ، مسلمانان په ډاډ او ترتيب وړاندې روان دي ، حمزه د خپل ښکار په لټه کې دې ... حمزه چيرې دي ، زه څه ګورم ؟ اه ... دا خو د مکې له مريانو څخه يو مريي دي .... دا د محمد په صف کې جنګيږي ... خپله ازادې يې تر لاسه کړي ... ايا دا به نيکمرغه وي ... زما ښه په ياد دي ... هغه خو دومره کړاونه وزغمل چې بشر يې د زغم وس نه لري ... دا يې ونه منله چې پر محمد او دېن کافر شي ... دا خويې له وسه پوره وه
چې د کفر کليمه ووايي او ځان وژغوري خوانکار يې وکړ... څومره ښه ايمان !! خو وروسته بيا د محمد له پيروانوځينې يوه واخست او له کړاو ځينې وژغوره او ازاد يې کړ... بادار شو او د خپلې ګروهې او ازادې څخه دفاع کوي ... خو د محمد د لارښونې له امله به د هغه احسانمند وي ... او چا چې ازاد کړ د هغه به هم وي اه ... زه خو دامنم ... زه نه غواړم چې د چا احسانمند شم ... هلته حق او باطل نه شته .... دا ځواک دي چې د نړۍ چارې پر مخ بيا يي زه به خپله ازادې په خپل لاس اخلم ... پرما به د هيچا احسان نه وي .... زه څه ګورم ؟ دمسلمانانو تورو خود توغ رپونکی را وپرځوه ... ابوسفيان نا ارامه دي د سپرو مشر خالد نه شي کولای چې د محمد سړيو پسي را وګرځي ... د مسلمانانو غشي ويشتونکی د بيرته را ګرځيدوهر ډول هڅه شنډوي ... د توغ دوهم رپونکی هم په خپل وار را پرځيږي ،مسلمانان مخکې روان دي وحشي له شا څخه د يوې ښځی اواز واوريده چې دا بيتونه يې له ځان سره زمزمه کول :
راځئ چې تر غاړې وځو
ټغرونه وغوړوو
يا سره جلا شو
بد ګوماني به نه وي
- ( هند ... د مکې توغ رپوونکی خو را پر ځي، له ډيره قهره تک سور مخ يې ور واړوه او چیغه يې کړله :
- ( تر اوسه دې حمزه نه دی موندلی ؟ )
- ( زه په خپل کار کې تلوار نه کوم .... د مناسبې شېبي په لټه کې يم ) جګړه لا پسې سخته شوه ، نږدې وه چې ابوسفيان خپل ژوند له لاسه ورکړي خو د ژغورنې له پاره يې له سړيو يو رامخ ته شو ،هند چې کله د خپل سر له پاسه توره وليدله وډاره شوه ، چیغه يې له خولې ووته ، کله چې مسلمان سپور پوه شو چې ښځه ده او نقاب يې اغوستي نو ورځينې ليري شو اوله ځان سره يې وويل : « نه غواړم چې د رسول الله توره د ښځی پر وينه ککړه کړم ... » .
وحشي بل شوي اور ته ځير دي ... د مکې توغ رپوونکی لا اوس هم را پرځي ، که مسلمانان کامېاب شول څه به کيږي ؟ ايا وحشي به خوشاله شي که چيري حمزه يې ښکار کړ او ژوند يې ورختم کړ ؟ که چيري په اسارت ونيول شو مرګ يې حتمي دی ، يوازې بندي به نه وي بلکې هغه دوکه مار بندي به وي ، چې د رسول د تره حمزه د ترور هڅه يې کړې وه ... څومره لويه غمېزه ده ! زړه ته يې ډار لار ومونده ... بدن يې ولړزيده ، تورمخ يې نور هم تور واوښت ... خومسلمانان لږ دي او دمکې لښکر له سړيو او وسلو دواړو څخه برخمن دی ، خو ولې لږکي پر هغو ډيرکيو لاسبري کيږي چې د ځواک ،کينې او مال له هر ډول ملاتړ څخه برخمن دي ؟ ارومرو به قريش لاسبري کيږي او همدا د ژوند دود دی ... خو ارزښتونه هسې وهم دی ... يوازې هغه ارزښت دی چې ځواک ورسره مل وي ... محمد دې په حقه وي اويا دې ابوسفيان تر غوږو پورې په ناروا کې ډوب وي ، جنګ يوازې ځواک پای ته رسوي ، وحشي له تمسخر امېزې خندا سره وويل :
- ( هر انسان په ژوند کې يو ارزښت لري ، ولو که هر ډول وي ... خپل فکر لري او همدا يې پر خوځښت راولي ، او له خپلو شيانو څخه دفاع کوي ... هو دلته هم ارزښتونه شته اوهلته هم ، خو د دواړو طبیعت سره ورته نه دی ... خو د محمد ملګري ولې د مرګ تر بريده له خپلو ارزښتونو ملاتړ کوي ، او د مرګ لورته پر نا اشنا ځغاسته روان دي ؟ دوی هغه څه ته خوشاليږي چې دوی يې شهادت او جنت نوموي ، زه دغه ډول نومونه نه پيژنم ، زه دومره پوهيږم چې مرګ مرګ دی ... او له دې وراخوا نه څه پيژنم او نه پرې باور لرم ، زه چې پر کوم څيز باور لرم هغه زما شتون دی ... او اوس هغه کړاو دي چې زه يې پر اور وريتيږم ... دغه ژوند لعنتي دی ... زه يې د ځينو رازونو او نا اشنا انګيرنو له پوهيدو څخه عاجز يم ... زه د يو څيز له ليدو پرته د بل هيڅ څيز ليدو ته تيارنه يم .... اوهغه زما ورک او ځپل شوی ذات دی چې له اندېښنې او مېنې پرته ويلي کيږي او د ازادۍ په لټه کې دی ...
وحشي نیغ ودريد ، او پر نيزه يې منګول کلکه کړه ، غونی يې ځيږ شو، مخ يې د شيطان بڼه خپله کړه او ډير ليرې پر يو څه سترګې ولګيدې :
- ( همدا دې ... کټ مټ حمزه دې ... دا خو د سور اوښ په څير دی ... صفونه څيرې کوي او اتلان راپرځوي ، د ويجاړونکی بريښنا په څير روان دي ... حمزه د عبدالمطلب زوی او دمحمد کاکا ، د مکې د اصيلو استوګنو د کسات ځای ... زړور سردار او هغه اس ځغلونکی چې ساری نه لري ، وحشي يو ډول نوي ډار پسې واخيست ، څه ورپېښ شول ؟ دا هغه شېبه ده چې هر وخت يې هيله درلودله ، حمزه هماغه يوازينی کس دی او وحشي کولای شي چې له همدې لارې خپل ذات ثابت کړي ، او ازادې تر لاسه کړي ، د وحشي او موخې تر منځ يې مسافه لنډه ده ، قدم پورته کولوته اړتيا نه شته ، او نه به خپل ځان له ګواښونو سره مخامخ کړي ، نيزه به يې استازيتوب وکړي ، همدا نيزه به دغه مسافه په يو څو ثانيو کې ووهي ، هيڅوک به يې ونه ګوري هغه به د ونې تر شا پټ وي او يا به يوه کمره ته غلی شي ، که نيزه چيرې خپل هدف ته ورسيده نو هيله يې پوره شوه .... او که خطا شوله هيچا به نه وي ليدلی ... دا د وحشي له وس پوره نه ده چې پر سپين مېدان له يو مسلمان سره ګوتې ماتې کړي ، دا له دې نه هم ډير کمزوری دی... حمزه ليرې ولاړ وحشي اوس هم د تردد او هغه پيچلي ډار چې زړه ته يې ننوتی و ښکار شوی و .... چیغه يې کړله :
- ( اې بې غيرته ، دا ډار او سستيا له کومه شول ؟ )
يو ځل بيا د حمزه په لټه کې شو، هغه خو هلته لري پر وژنه او زغلولو لاس پورې کړی ... وحشي په منډه ولاړ او حمزه ته د يوې نږدې ونې تر شا په څوکۍ کيناست ... حمزه پر مرګوني جګړه بوخت دی ... ټول پام يې پر همدې وړې ډلې دي چې له ده ځينې راتاوه شوي ده ، ښي او کیڼ لورته توره وهي ... څه ؟ حمزه داسې وانګيرله چې يوې تيرې وسپنې په ډيرې بې رحمي د هغه کولمې ورڅيرې کړې ... خو لا اوس هم پر جګړه بوخت دی ... د حمزه کالي او بدن پر ګرمې او سرېښناکې وينې لامده شول، ځواک يې له لاسه ورکاوه ، په دې هڅه کې و چې ځان ټينګ کړي ، پوه شو چې سر پرې ګرځي او بدن يې سستيږي ... سترګو ته يې هر څه دوه دوه کيدل ، غالمغال يې په کراره اوريده ... لږ وروسته پوه شو چې سر يې پر تيږه ايښی ، او ساه يې له بدنه وځي ،کوښښ يې کاوه چې کليمه له ځان سره ووايي ، په ټيټ اواز لګيا و سمې نه اوريدل کيدې : ثنا او ستاينه ده هغه ذات لره چې شهادت يې را پيرزو کړ او مسلمان يې مړ کړم ، پر شونډو يې تلپاتې مسکا انځور شوه ، د مرګ له وسه پوره نه وه چې سپيڅلې ځلا يې ورمړه کړي ... دغه ډول حمزه خپلې وروستۍ سلګۍ ووهلې ... خو وحشي د هماغه ونې تر شا يوه ښه شېبه حيران ولاړ و ، پام يې شهيد شوي اتل ، او د هغه په کولمو کې ښخې شوې نيزې او روانو وينو ته و، د وحشي ځان ته پام شو ، خپل لاسونه يې سره وموښل ،د بدن غړي يې په ډيره سختۍ سره وغوړيدل ، د هوا له ګرموالي او د لمر له وړانګو سره سره يې پر بدن يخه څپه راخپره شوله ، سترګې يې لمدې شوې خو پر حقيقت يې پوه نه و، چې ايا دا د خوشالۍ او ښکې دي او که څنګه ؟ وروسته يې بيا هغه ستر حقيقت ته پام شو چې ده خود ( عبدالمطلب زوی حمزه وژلی ) بيا يې په لوړ غږ په ډيرې بې پروايۍ وويل : ومې واژه ... ومې واژه ، بادار مې چيرته دی؟ هند ته چېري يې ؟ عکرمه چيرته دي ؟ چيرته دي بورې شوې مېندې او هغه کسان چې شوق يې کسات اخستلوته سوځوي ؟ سپک حبشي مريې ( وحشي) ستاسې کسات واخيست ....
شاو خوا يې وکتل يو يې هم ونه مونده چې ده يې نومونه لږه شېبه وړاندې يادکړل ، ان تردې چې ده ته نږدې کسان پر جنګ او خپلو ځانونو بوخت و، دده چیغې د خونړي جنګ د شور او غالمغال په منځ کې ورکې شوې، د يوه ګټ تر شا ستړی ستومانه پريوت ... ده غوښتل چې ټول يوازې ده ته اونيزې ته يې چې د حمزه په کولمو کې نیغه ولاړه وه خپل پام واړوي ... هغه خو په خپل ژوندکې ورسپارل شوې ستره دنده تر سره کړه خو هيچا ونه ليد او نه چا ورته لاسونه وپړقول ... او نه يې پر غوږو د ستاينې او هڅونې هغه خبرې ولګيدې چې دا به يې نشه کاوه ،او حواس به يې ورتخنول ... وحشي ته ورياد شول چې نيزه يې تر اوسه هم د شهيد په کولمو کې ده ، دا خو يې د بيلتون سيک په ځان کې نه ګوري که له هغې پرته ستون شو نږدې ده چې عقل يې له سره والوزي ، نیغ ودريد ، او غلی ور روان شو، نيزه يې را وويسته ... بېرته راوګرځيد ... د ونې تر شا کيناست او له نيزې يې وينې پاکولې .
- ( اې ګرانې نيزې .... نن دې دومره وڅښلې چې د کلونو تنده دې خړوبه کړله ... له دې وروسته به هيڅ تږې نه شې ... د حمزه وينه چې څوک وڅښي هغه به څرنګه تږې کيږي ؟ )
شاوخوا نا ارامه چاپيريال ته يې په ځير وکتل او له ځان سره وبونګيده : ( اوس … ازاد شوم ) ورپسې يې چیغې او خندا پورته شوه ( ازاد … ازاد … ازاد ..ها ها ها .. )
يو ځل يې بيا شاوخوا ته وکتل ، او د ارام ساه يې واخسته …
- ( خو اسمان هماغه اسمان دي …او (احد) مې مخ ته هماغسې دنګ ولاړ دی ته وا زما هيڅ پروا نه لري … لوړو اوژورو هيڅ بدلون نه دی موندلی هر څه په خپل حال دي ، زه خوازاد شوم ، خوما تر اوسه هيڅ ونه ليدل … زړه مې په زوره درزيږي ، زه د بيهوده احساساتو په توفان کې ډوب يم … )
( اي اجرتي ... )
کله چې يې دغه اواز واوريده ته وا لکه لړم چې ټک ورکړی وي ، دا اواز به چا کړي وي ؟ شاوخوا يې وکتل هيڅوک يې تر سترګو نه شو، خلک ورځنې خواره واره شول ، جنګي ډلې له يوه ځايه بل ځای ته وخوځيدلې او شهيد حمزه ارام بيده دی او پر شونډو يې تلپاتې موسکا انځور شوی ، خو د (اي اجرتي ) اواز د وحشي په سر کې انګازې کوي او کوپړۍ يې له دننه يو لړزونکی اواز کاوه ته وا لکه د څټک ، د ( اي اجرتي ) اواز لا اوس هم انګازې کولې ، دا به چا ويلي وي ؟ دا به مازې يو ناوړه خاطره وي چې خيال ته يې راغلې ، هغه ته داسې ښکاري چې يو څوک شته چې دا ډول اواز کوي ، اوه کيدای شي حمزه ورته دا اواز کړی وي ، حمزه خومړ دی، ... مړي خوخبرې نه کوي ... همدا ژوندي دي چې داسې پر ګډووډو او حماقتونو سر دي ....
بيا يې يو ځل شاوخوا ته وکتل ، په نه زړه يې وويل :
- ( د پام وړ بدلون خونه دې راغلي .... )
له شا څخه يې اواز واوريده :
- « وحشي ستر بدلون رامنځ ته شوی ، موږ ماتې وخوړله ... اودمکي لښکر تېښته وکړله ځان وژغوره .... »
وحشي سمدلاسه ودريد ، ويې ليدل ... چې خلکو د مسلمانانو پر وړاندې وسله غورځولې او د تېښتي لار يې نيولې ، دمسلمانانو لښکر غنيمت لاس ته راوړ او مشرکان پسې اخلي ، څومره لويه غمېزه ! ايا وحشي به د مسلمانانو په بندکې کيوځي ؟ ايا دا به له يوڅو شيبو پرته نور له خپلې ازادې څخه خوند وانه خلي ، بيا به د دوهم ځل له پاره د مريتوب نړۍ ته ورننوځي ؟ کاشکي خبره همدومره وي ، له محمده به هيڅ څيز پټ پاتې نه شي ، کيدای شي څوک مې ورته وښايي او دا شاهدي ورکړي چې ده خو حمزه په چل او دوکه وژلی دغه وخت په زه خپله ازادي له لاسه ورکوم ، بله لا دا چې ژوند به مې هم له لاسه ووځي ، له يو سپک خبر پرته به له وحشي نور څه پاتې شي ټوکمار او مکرجن به خپل سات پرې تيروي ...
- « وحشي ولې د بې عقله په څير ولاړ يې ؟ دوه خپلې او دوه پردۍ کړه او تښته ... » هغه مهال د سوچ له پاره وخت نه و، سوچ د وخت او ژوند له لاسه ورکول و، وحشي منډه کړه ، دا په منډو و او د ترهيدلي ژوي په څير يې ژبه را ايستي وه ته وا چې بې رحمه ښکاري پسې اخستي وي ، وحشي ودريد ، بيا يې په تلوار منډه کړه ، مخ يې خولو او ګرد نيولي و... هر وخت د شړل کيدو احساس کوي ، ټول ژوند يې منډه او سرګرداني ګاللی ، ټول عمر يې ارام نه دی ليدلی ، دنيکمرغۍ خوند يې نه دی څکلی ان په هغه شېبه کې هم چې ده ګومان کاوه چې ازادي يې ترلاسه کړله ... کله چې ډاډمن ځای ته ورسيد ، ودريد چې لږه ساه واخلي ... وحشي يوه ترخه موسکا وکړله ... ( د ډار پر مهال ، فکر کار نه کوي انسان د ژوی په څير شي ،غريزه يې اړباسي چې وخوځيږي ... له ژغورنې پرته مې د بل څيز په اړه سوچ هم نه کاوه ... همدا دوه پښې وې چې سوچ يې کاوه ... او بدمرغي ! څرنګه لږکي پر دومره ډيرکيو لاسبري کيږي ؟ دې پوښتنې ته به ځواب پيدا کړم ... خو محمد اوسړيو ته به يې تسليم نه شم ... همداسې به په وچه کې روان يم ،له ليوانو او داړونکو ژوو سره به اوسم ، له ګيدړانو سره به خوراک کوم ... د ځمکې پر مخ به پر هيچا باور ونه کړم، پر هيچا باور نه شم کولای ... يو ځل به مکي ته ستنيږم ، چې ټول وګوري چې زه ازاد شوم ... او د مات شوو عاجزو بادارانو کسات مې واخيست ... او چې زما ښکلې او پاکه پیغله وګوري چې ما خپله ازادي په خپله واخستله هيچا بخششي نه ده راکړې ... هغه به وويني چې زه د خپل ځان بادار يم ... دغه مهال به زما تورو پښو ته راټيټه شي .... اود مېنې او وفا پر اوښکو به يې لمدې کړي ... او د بادار په نوم به مې راوبولي .. زه کټ مټ د جبير په څير يم ...زه له دې پرته د بل څه په اړه سوچ نه کوم ... د «هبل » او د قريشو له نورو خدايګوټو سره زما هيڅ کار نه شته ... رښتيا که يو څه د لمانځني وړ وای ما به خپل ځان لمانځلی واي ... زه هر څه يم .. همدا حقيقت دی هغه کسان چې له « هبل » څخه ملاتړکوي دوی له يوه بت څخه ملاتړ نه کوي ... بلکې دوی له خپلو ځانو ، برم او موقعيت څخه دفاع کوي ... دغه احمقان او درواغجن چې د څه په اړه سوچ کوي زه ډير ښه پرې پوهيږم .... که دوی چيري ټوله نړۍ تېر باسي خو هغه وحشي چې غمونو ،محرومېتونو او ډير سپکاوي پوخ کړی نه شي غولولي ... »
له شا څخه يې د ښځی اواز واوريد « وحشِي ولې دغسې ولاړ يې ؟ خبر نه يې چې موږ ماته خوړلي »
- « اې اوده ... وړاندې تردې چې بل څوک وار لومړي کړي همدا د حمزه د وژلو وخت دی ، مسلمانانو د خپل پیغمبر له امر مخ اړولي او د غنيمتونو راغونډولو ته په سيالۍ ورروان دي ، خالد وتوانيده چې د شا له لوري يو غلچکي بريد وکړي ،قريشو بيا له سره جګړه پيل کړه ، او مسلمانان يې ناببره راونيول ، او هلته داسې اوازې هم پورته شوي چې زموږ سړيو خپله محمد هم وژلی» مخ يې وروګرځوه او هغه څه يې واوريدل چې ده نه منل ويې ويل :
- « محمد ؟»
- « هو اِې وحشي »
په بې پروايۍ يې خپل سروخوځاوه او ورته يې وويل :
- « خو زما دنده سرته ورسيدله .... وحشي مې وواژه »
ښځې له ملنډو ډکه خندا وکړله ورته يې وويل :
- « ته وايي چې تا خپل ځان وژلي »
ځان ته يې پام شو ورته يي وويل :
- « نه... نه ... زه وايم حمزه مې وژلی »
- « تا ؟ »
- « هو ... همدا مې بس دي .. شرط مې پوره کړ ... او خپله ازادي مې تر لاسه کړه ... »
يو ځل يې بيا هماغه وژونکی خبره واوريده « اِي اجرتي »
غصه يې راوپاريده ، په سر کې يې وينه په ځوښ راغلله او د ګواښ په بڼه يې خپله نيزه وخوځوله :
- «ورکه شه اې ښځې ... دا ته څه وايې ؟ زه نه اجرتي يم او نه اجير ... زه اوس مر يې نه يم او له دې وروسته زه هيڅ سپکاوی نه منم »
ښځې ورته په حيرانتيا وويل :
- « ما خو دغسې څه نه دي ويلي ، وحشي ليونی شوی خو به نه يې ؟ »
له شرمه د وحشي تندی په خولوکې پټ شو اوله ډيره غمه يې سر ټيټ کړ، اه قدري له خولې ونه وت ، خوښځې ورته وويل :
- « زه به د ابوسفيان ښځی هند ته ورمنډه کړم تر څو دغه نيمکرغه خبر ورته ورسوم .. » وحشي ځانته کيناست په سوچ کې شو ، دمکې لښکر چې د شمېر او وسايلو له اړخه ښه بسيا وکامېاب شو، وحشي په خپل ځان او خپلو ارزښتونولږ غوندې باوري شو ، هغه ته اوس دا اړينه وه چې مسلمانان مات شي ، دحمزه له وژنې وروسته وحشي ته بيا راستنيدنه په کار نه وه ، د هغه برخليک له مکې ، ابوسفيان ، جبير ، عکرمه او نورو سره تړلی و .... له مسلمانانو سره دهغه د مخامېدو خبره ورته د ژوند په بيه پريوځي د همدغه کامېابيدو له رامنځ ته کيدو سره چې ده يې همدا اوس خبر واوريد زړه ته يې لږ غوندې ډار لار وموندله ... دشور او ځوږ له رانږدې کيدو سره د چورت له نړۍ څخه راووت ګوري چې هند له يو څوښځو سره يو ځای را روانه ده شعر زمزمه کوي د کامېابي سندرې وايي له وحشي ځينې راتاوې شوې ، دحمزه پوښتنه يې ورڅخه کوله چې رښتيا يې وژلی ، د وحشي زړه باغ باغ شو ځان ورته ستر معلوم شو ، بڼه يې وغوړيده ، اشاره يې ورته وکړله چې ما پسې راځئ هغه خپله غاړه لکه کړه او روان شو ، اې وحشي همدا د برم او هيلو ورځ ده ، د ستاينې کليمې يې پر غوږو ولګيدې ، هغه د اسطورې اتل په څير اوچت ګامونه اخستل ، دوکه او چل يې له ياده ووته يوازې له هغه برمه پرته چې ده به هر وخت يادوه نور هر څه يې له ياده وتي و د شهيد سر ته ودريد او ويي ويل :
- « دا هغه حمزه دی ... پردغه ځای لګيدلی »
هند له ډيرې خوشالۍ کوکاري کړي ، بيا يي پرسندرو پيل وکړ ، خنجر يې راوويست او د حمزه پر ګيډه ورپريوته ، څيرې کوله يې .... وحشي خپل مخ واړوه بېرته ستون شو... د هغه شتون دلته کومه مانا نه درلودله ، هند ډارونکی طقوس لري غواړي چې هغه اداء يې کړي ، په خپلو طقوسو کې به ډوبه شي وحشي به يې له ياده ووځي او دانه غواړي چې دنندارې له پاره دلته ودريږي .... څو شېبې وروسته هند بېرته راستنه شوله ، د حمزه پوزه او غوږونه يې غوڅ کړي اود سينګار په دود يې ورځني غوږوالۍ اوبنګړي جوړ کړي و ، بيا يې خپلې د سرو غوږوالۍ او بنګړي راخلاص کړ او وحشي ته يې د ډالۍ په توګه ورکړل .... او ښان يې حلال کړل ... شراب يې وڅښل د جام او برياليتوب پر خوږو نشه شول ... غزلې يې وويلې او د کسات سندرې يې زمزمه کړي وحشي يوازې د شرابو جام ته ګونډه ماته کړه اوغټ ِغټ ګوټونه يې ورنه کول ، که چېري يې د شرابو جام ورځنې ليري کړي نه و نږدې وه چې عقل له لاسه ورکړي ... پر ګډووډو سر شو څه يې پرزړه و خو ژبې يې ورسره ياري نه کوله :
- « تاسې خو راته درواغ ويلي و... محمد خو مړنه شو ... هغه خپل مات ګوډ لښکر سره راغونډ کړ غواړي چې يو ځل بيا راشي ... خو مهمه داده چې حمزه به له خپل ابدي خوب ځنې را بيدار نه شي ... اه اې ګرانې اي عزتمندې نيزې ... تا په هماغه سخت وخت کې راسره دوکه ونه کړه ... نه ...هيڅوک به يې راڅخه وانه خلي ... رانه لرې شئ زما نيزه په دې نړۍ کې له بل هر مخلوق څخه راته مخلصه ده ... دا درواغ نه وايي ... دوکه نه کوي .. خيانت نه کوي ... زه ورسره مېنه لرم دا لا اوس هم پيغله ده »
په مېنه يې پرنيزه لاس وواهه اوله ډيره شوقه يې ورڅخه څو مچکې واخيستې .
- ۵ -
وحشي را ستون شو ، برم ... مال ... او ازادي ورسره مل وو ... سږي يې له هوا څخه ډک کړل ، خپلې اوږې يې پورته وغورځولې لاسونه يې اخوا دېخوا خوځول ، له اړتيا پرته پر لوړ غږ ټوخيده د هند پر سرو او مال يې ګوتې ووهلې ، ټولې هغه پيرزوينې يې سترګوته ودريدي چې دسترې دندې په بدل کې پرې شوي وې ... ځکه چې حمزه يې وژلي و... خو زه اجرتي نه يم .... په جګړه کې مې وژلی ... او جايزه مې اخستې ... نور له ځان سره غنيمتونه ، مريان ، سامان او د بري خوشالي راوړي او زه له ازادۍ سره را ستون شوم هر څوک يو څه رانيسي او قيمت يې ورکوي ... ژوند خو راکړه ورکړه ده .
خو دحمزه کيسه په هر ځای کې اوريدل کيده د شهيد له جسد سره د هند کړنه تر لېرې ورسيده او محمد – لکه څرنګه چې وايي – د حمزه جسد ته خفه او ژړغونی ولاړ و له ځان سره يې وويل : « پخوا مې داسې دردونکی دريځ او حالت نه و ليدلی » داسې ښکاري چې د حمزه وژني محمد سخت دردولی دی د حمزه له لاسه ورکول يوه نه جبيره کيدونکی زيان دی ، وحشي له ځان سره وويل : « محمد به راته هيڅ بښنه ونه کړي ، زه به ټول عمر مهدور الدم ګرځم دا دروند بار دی ... خو ايا له ستړيا پرته ازادي شته ؟ هر څه چې وي، وي به زه به له محمد څخه ونه ډارشم ... خپل نوی ژوند چې څرنګه مې خوښه وي هغسې به يې تيروم ... ټول خنډونه به له منځه يوسم ... خودا اړينه ده چې ازادي د نيکمرغۍ او امن سره مل وي محمد له مکې څخه لېرې دی ... هغه هلته په مدينه کې دی د خپلوټپونو درملنه کوي او دنوي يرغل له پاره تيت وپرک مسلمانان راټولوي هغوی له يهودو سره ښکر په ښکر دي له قبايلو سره ستونزه لري د قريشو چاره به کوي ... هغه په زرګونو بوختياوې لري ، او زما په څير د يوسړی په اړه به دومره سوچ ونه کړي ... آه ... څه ؟ زه خو لږه ستړيا احساس کوم ... لا تر اوسه يوازې يم ولې ځان ته فريب ورکوم ؟ زه خوکوم ستر بدلون نه ګورم ... ازادي تر لاسه کول غټه پېښه او ستره لاسته راوړنه ده ، ما خوداسې انګيرله چې زه به ِستر بدلون وګورم او داسې نا اشنا احساس به کوم چې ټول عمر مې خوند نه وي څکلی ... زه خو هماغه يوزری وحشي يم چې سوچ او کړاو يې ننګوي ... دازادۍ لاسته راوړنه په خپل ذات کې يو اسانه کار ښکاري ... نړۍ هماغسې ده ... ابوسفيان ټولمنلی بادار دی .. جبير لا اوس هم دټولو د درناوي وړ دي ...دوی اوس هم پرما ځانونه لوړ بولي ... غمېزه داده چې دمکې مريان داسې په مېنه راسره چلند کوي ته وا چې زه هم د دوی له ډلې څخه يم ... دغه احمقان راته دبرم مبارکي راکوي خودرناوی مې نه کوي دوی نه په ملا ټيټيږي او نه د احترام په توګه سرونه ټيټوي او کله چې راسره غږيږي اوازونه يې ټيټ او ذليله نه وي ... قسم دی هر يو مريي چې زما د نوي مقام درناوی ونه کړي کوپړۍ به يې ورماته کړم ... اوهغه باداران چې زما تېر هير نه کړي پوزې به يې ورپرې کړم ... خوزه يوزری يم قبيله نه لرم د مريېتوب او غمونو ډک تير مې تر شا پرېښی ... د ستاينې له هغو کليمو پرته چې ما نشه کوي بل څه مې نه دي تر لاسه کړي ... نه ...يوازې د ستاينې خبرې خوبسنه نه کوي ، اه ... خلک احمقان دي څه يې له ياده نه وځي ...او کله خواحمقان شي چې هر څه له ياده وباسي ... زه حيران يم او هغه چیغې مې اوس هم رايادېږي چې د مسلمانانو له ماتې وروسته يې وهلي هبل دې لوړ اوسي .... هبل لوړ شو ... هبل دې رانسکور شي پر ډيران دې وغورځول شي ... دغه چیغې مې زندۍ کوي زړه اوخوا مې راګرځوي ... زه د هيڅ شي درناوي نه کوم زه اوس هم پيچلو شيانو ته تږی يم ... زه له ازادي سره هم خفه يم ... ايا د عنتره بن شداد احساس به هم زما د اوسني احساس په څير وو ؟ نه ... هغه نيکمرغه و... داسې ستر شعرونه يې زمزمه کړل چې د هغه د نيکمرغۍ او ارام احساس ښکارندویي يې کوله .... اه .... هغه له عبلي سره واده وکړ ... د ملايکو ملکه اه ... راياد مې شو ... شپه پر نړۍ خپل څادر را غوړوي . او زما پيغله به ماته ارومرو انتظار باسي ... دا له راستنيدنې وروسته اولنۍ ليدنه وه ... »
وحشي له خپلو غمونو او اندېښنو ځان راخلاص کړ ، خپل کالي يې پر تن کړل او ملا يې وتړله ، او دشپې په تياره کې روان شو، هماغه ټاکلي ځای ته ، د يادونو ، مېنې اوپيرزوينې ځای ته ، رښتيا هم هغې يې په ډيرې بې صبرۍ انتظار کاوه .... دهغې په اړه لږ سوچ هم د وحشي کړاو او اندېښنه راکمولی شي او ورپېښه نا ارامي يې له منځه وړي ، د هغې په اړه سوچ له ده پرته نور هر څه له منځه وړي . دا هغه يوازينۍ مسکا ده چې دده د ژوند په توره شپه کې ځليږي، دی له دغې پيغلې سره څومره مينه لري ... دده په زړه کې ځينې هغه احساسات په خوځښت راغلل چې ده ته ډير خوندور ښکاره شول ، دا احساسات له هغو ځينې زر ځلې خواږه وو چې دازادۍ په ورځ يې دده له زړه ځينې دروند بار کوز کړی و ، رښتيا هم عبلي عنتره ته هغه څه ور په برخه کړي و چې زما پيغله به يې اوس ماته را په برخه کړي ... وحشي د ليدنې ځای ته ورسيد ، د زړه درزا يې زياته شوله توکاړې يې وچې شوي ... د لومړي ځل له پاره به يو بل سره ګوري ... هماغه سپيڅلي کونج ته ورتاو شو... خوهغه هلته نه وه ... هغه پوهيږي چې وحشي دلته راځي خير دی هغه به لږ وروسته راورسيږي ... انتظار به ورته وکړم ...زه خو د انتظار شومه نه لرم ، بدن يې له غبرګون څخه سوځيده او زړه يې ډار ور زبېښه ، د هغې ځنډېدل دده سپکاوی او دمقام ټيټ بلل دي ... دغه تيروتنه به ورته ونه بښي ، نننی وحشي خو پرونی هغه نه دی ، هغه خوپوهيږي چې له بادارانو سره بايد څرنګه چلند وشي ، دا دجبير په څير بادار دی او کيدای شي له هغه هم خطرناک ، د ادب په اړه به داسې درس ورکړي چې هيڅ وخت به يې له ياده ونه باسي . که جبير چيرې هغه پر پيسو رانيولې وي نو هغه يې يوازې د خدمت څښتن دی او وحشي يې بيا د عواطفو بادار دی .... د زړه څښتن يې دی .
انتظار ډير اوږد شو او هغه پیغله ښکاره نه شوله چې ده به له ډيرې مېنې عبله يادوله که څه هم د هغې خپل نوم بل څه و .... له عنتره بن شداد سره يې سيالي کوله ... هغې پورې همدا نوم ونښت ... غصه يې راوپاريدله .... هغې خو پخوا دده له خبرو مخ نه اړوه اوس څرنګه سرغړونه کوي ؟ اه ... اې د عاشقانو حيرانې شپې ... عبله رانه غله .. او عنتره د شک اندېښنو او کړاو له لاسه ځوريږي ... پخوانۍ عبله خو له پښته د سردارانو لور ده د هغې پر وړاندې يې پلار ورور او څوکيداران ودريږي ... او ته اې بيوزلې د جبير په کور کې څرې ... کله چې د کور څښتنان خوب پسې واخلي او د نړۍ له چارو سترګې پټې کړي، ستا په اړه هيڅوک سوچ هم نه کوي ، د بدرنګۍ نفاق او سرغړونې په نړۍ کې اې د پاکې مينې چينې ته چېرته يې ؟
پر لوړه وخوت اوهغې لار ته يې سترګې ونيولې چې تاو راتاو وه خو سمه نه ښکاريده ، هغه هيڅ شی نه ګوري او نه د څه اواز اوري ، شاوخوا يې هرڅه کنده کنده او ارام دي ، د اسمان ستوري پرې ملنډې وهي ... ټول د الله په اړه غږيږي .... او زه يوازينی کس يم چې دې لورته هيځ پام نه کوم ، کاهنان پر ګډوډو سر دي ... دېهودو ملايان ډير دليلونه وايي او خبرې کوي ، راهبان او د کليسا ملايان اغيزناکې خبرې کوي او محمد پر خپلو ساده خبرو چې له هر ډول پيچلتيا ، طلسم رمز څخه خالي دي ټول خلک حيران کړي ... خو ساده والی يې له قوت سره شک پيدا کوي او د دښمنانو پيچلتيا يې له حماقت بر سېره سړی ته اندېښنه پيدا کوي ، مکه خوهيڅکله هم د الله په اړه داسې ځوږ لرونکو خبرو په سر نه وه اخيستې لکه اوس . خلک د الله په اړه سوچ کې ډوب دي ، خوزه له دې خبرو سره هيڅ کار نه لرم زه په بل ډول سوچ کې ډوب يم ، اې زما نا اشنا ذاتي نړۍ زه خو ستا په دې ګډووډو او تيارو لارو کې ورک شوم ...
بيا يې لارې ته وکتل ، او دا کوښښ يې کاوه چې پر تيارې لاسبری شي ، کيدای شي دهمده لورته د يو راتلونکی سيوري وويني او بيا ژوند وروبښي او د روح اندېښني او د زړه انګيرنې يې لږې ورکمې کړي خو عبله رانه غله .... اه بدمرغه ! ايا دغه ذليله وينزه اوس هم پرې ملنډي وهي ؟ ولې په دومره تلوار پرې حکم کوې ؟ ايا دا روا نه ده چې بادار او يا بادارې به يې کوم ځانګړی کار ورسپارلی وي ؟ او يا کيدای شي ناببره ناروغي ورپېښه شوي وي او دومره بې سيکه شوي وي چې د راتګ وس يې نه وي ، په کار ده چې يو عذر ورته وګوري او صبر ورته وکړي چې راشي ، خو صبر يې زړه ته دروند تمامېده ، او دغه احمقه پیغله بايد راغلې وای ولو که هر څه ستونزه يې درلوده .... وحشي به همدغه شپه سبا نه کړي چې تر څو حقيقت ونه پيژني که څه هم دا حقيقت ورته ډير ګران تمام شي . په کلک او نا ارامه موټي يې تيږه ووهله او په ډيره سختۍ يې ساه واخيستله ، هغه سوځيده او نږدې وه چې له بې صبرۍ او نا ارامۍ يې ساه بنده شي ... بيا سمدلاسه ودريد او دمکې پر لور رهي شو ... کوڅو ته يې ورسيد او سيده د خپل پخواني بادار جبير کور ته ورغي هغه ته ددې کور لار او ګودر معلوم و ، هغه همدې کور ته له داسې احساس سره ورننوت چې له پخوا سره يې توپير درلود ، مريي ترې تللي و او ازاد ورته راستون شو ... کور غلی او ارام و... نه يې چا هر کلی وکړ او نه يې د چا پام د ځان لور ته راواړوه ... اونه دهغې سړی راتګ ته خوشاله شول چې حمزه يې وژلی و ، محمد يې قهرولی و ، او د ملګرو زړونه يې ورته ټپي کړي و ، دروازه يې په کراره ټيله کړله خو خلاصه نه شوله ، دکور چاپيره يې دوره ووهله بيا يې يو ټيټ دېوال ته ورټوپ کړ چې د کور له يوې برخې څخه راتاو شوی و، د سخت شرم احساس يې وکړ د عزتمندو خلکو کار بايد داسې نه وي ، دغه ډول کړنه سړی ته شرم او بد نامي وراړوي او د کور د څښتن احساس ته زيان رسوي او کيدای شي رسوايي ورنه جوړه شي ، خو پیغله يې رانه غلله او دا غواړي چې وپوهيږي که هر څومره قيمته هم ورته پريوځي ، او بيا يي د بادار له کور سره پر تړون هم دومره وخت نه دې تېر شوی ، پر بادار خو يې دومره ناز چليږي .... کار اسانه دی هغه ته معلومه ده چې پیغله يې چېرته ويده کيږي ، د انګړ منځ ته ورکوز شو او يو څو ګامه يې چې واخېستل ... د يوې لرې پرتې کوټې لور ته ورتاو شو او لړزيده .... کله چې يې دروازه پرانېسته يوې زورورې چیغې سخت وډار کړ .... د کور څښتن زامنو يې او مريانو همدې لورته رامنډې کړې ګوري چې وحشي ځای پر ځای حيران ولاړ دی ، پیغله يې يوازې نه وه بلکې درې ... او يو شمېر نورې وينزې هم ورسره ولاړې وې کله چې يې د تتې شمعی په رڼا کې د هغه کس مخ وليده چې تر دمه يې هيڅ اټکل هم نه کيده وډار شوې ... او د مرستې له پاره يې چیغې کړې په خپل ځای کې مېخ شوې ، دېوې چارې ،سوچ کولو وړتيا يې له لاسه ورکړله ، کله چې يې ځان په دغه بې عقله کړکيچ کې وليده د لوی شرم احساس يې وکړ ...
پیغلې يې له ډيري حيرانتيا پر شونډو غاښ ولګاوه او چوپ شوله ... خو د زړه درزا يې نږدې وه چې پوښتۍ يې ورماتې کړي جبير چې د مخ بڼه يې الوتې وه اوپه خبرو کې يې غصه له ورايه ښکاريدله ورته وويل :
- څه شي په دغه وخت کې دلته راوستې ؟
پرته له دې چې وحشي څه ووايي خپل سر يې ټيټ کړ :
جبير ور وړاندې شو له مټ يې راونيوه او په زور يې وخوځاوه :
اې سپکه ... دا درته چا ښودلي چې پر دېوالو ور واوړې او د حريم درناوی له پښو لاندې کړې ...
- باداره
- چوپ شه تښتيدليه .... زړه دې هيڅ بدل شوی نه دی ... د ذليل مريې زړه ....
- باداره
جبير ښه په زوره ټيل وهه ، او خپلو مريانو ته يې اشاره وکړه :
- له کوره يې بهر وغورځوﺉ ... بيايې ورته شا واړوله او ورته يې وويل : که بيا مې ستا تورمخ دلته وليد .... سر به دې غوڅ کړم ....
مريانو پر وحشي ورټوپ کړ او کلک يې ونيوه ، جبير رامنډه کړه او له مټ يې ټينګ ونيوه ورته يې وويل :
- غواړم چې پوه شم په دې وخت کې ولې دلته راغلئ يې ؟ ايا د غلا له پاره راغلئ اوکه پر حريم د تيري کولو له پاره او که د بل څه له پاره ؟
د په وحشي سترګو کې اوښکې راغلې ، کوښښ يې کاوه چې له زيرکتيا څخه کار واخلي ، ورته يې وويل :
- باداره ، دا خو اوس هم زما کور دې .... که زه دې پرون مريي وم ، ټول عمر به ستاسې په چوپړ کې يم ، مېنې او وفا دلته راوستم ، دروازه بنده وه له وسه مې نه وه .... ما غوښتل چې خپل پخواني ځای ته ورشم ګوښيتوب او وزګارتيا مې نږدې شپه پر اور اړولي وه ، يوازې همدغه خبره وه ... نور هيڅ نه شته.
وروسته له دې چې د جبير زړه لږ غوندې نرم شو په کړس کړس يې وخندل ورته يې وويل
- له حماقت او شوخۍ سره د ښه زړه څښتن يې .
جبير په ډير ډاډ خپله پوزه شخه کړه ورته يې وويل :
باک نه کوي ... لاړشه او پاتې شپه دې د مېږو د شپول تر څنګ له پخوانيو انډيوالانو سره تيره کړه ...
د وحشي پر شوڼدو يوه پيکه غوندې مسکا تيره شوه چې د ډيوې رڼا ته يې نښه ښکاره نه شوه ، له ځان سره يې وويل :
- باداره ډيره مننه .... زه ډير خوشاله شوم .... تاسې خو له دې ځای او خلکو سره زما مېنه پيژنئ .... زړه مې يخ شو .
د وحشي زړه له غصې او کسات څخه چاودېده ، په همدغو شېبو کې يې زړه غوښتل چې د جبير ورمېږ په خپلو کمزورو لاسونو راونيسي او زندۍ يې کړي او هغه مهال يې پريږدي چې ساه يې ووځي . د ده دغه بادار او کور يې دکوراوسيدونکي يې څومره بد ايسي ، دا ټول دهغو ترخو يادونو ټولګه ده چې دا ځوروي ، احساس يې ناارامه کوي خو دا په داسې دريځ کې و چې له دې پرته ورته بله لار نه وه ځکه يې دا شرم او سپکاوی ومانه .... دا ټول د هغې له پاره ... دهغې لعنتې له پاره چې دده د زړه خوښه شوې وه دهمدې له پاره يې پر دغه ماشوم ډوله ما جرا جويي لاس پورې کړ....
کله چې د خپلو ملګرو تر څنګ د همدوی په ناولي کوټه کې کيناست ، يو يې له ځان سره وبونګيده :
- ستا مريېتوب ته زړه کيږي
بل وويل :
- وحشي له سر واخله تر پښو مريې دی ...
دريم وويل :
وحشي که ستا پر ځای وای ټول عمر به ددې کور خواته نه وی راغلی ...
وحشي په زوره چیغه کړه :
- اې احمقانو .... چوپ شئ او که نه ژبې مو درپرې کوم ... ټولو يو بل ته حيران وکتل ، او خپل ستړي ځانونه يې پر ځمکه غلي وغورځول ، هغوی نه شو کولای چې ددغه نا اشنا سړی د زړه پر خبره پوه شي .