د حمزه قاتل( شپږمه برخه)

 
- ۶ -
مخکې له دې چې د لمر وړانګې يې رسوا کړي د خپل بادار له کوره راووت هغه دلته داسې شېبي تيرې کړي چې د ذلت او مريېتوب له کلونو هم ورته سختې تمامې شوي ، دا ټول دخپلې پېغلې لپاره ، چې په دې ژوند کې يې يوازينۍ پاتې هيله او هغه ډيوه ده چې دده د ناارام او ځپلي زړه تيارې رڼا کوي ، خپلو شرابو او جامونوته ورستون شو او هومره يې وڅښل چې که دا خبرې يې له ياده ووځي ، ايا هغه کولای شي چې د جبير خبرې له ياده وباسي ؟ هغه اوس هم ورته پېغور ورکوي چې ذليل مريې دی، ازادي خو دده په حيثيت کې کوم بدلون رانه وست، ايا دهمدې لپاره بايد مبارزه وکړي  او د قريشو له بادارانو ځينې  د يوه وينه تويه کړي او له پيغمبر سره دښمنۍ پرغاړه واخلي  او بيا به ټول عمر د هغه چا په څېر ګرځي چې مرګ يې روا وي ؟ څه شوې د هغه خوږې هيلې او رنګين خوبونه او هغه څه چې د ازادي د شرف او درناوي هيله يې ورڅخه کوله ؟ خو دا هرڅه ده خپله پر ځان وکړل او په لوی لاس يې دا ستونزه راپيدا کړه ، نه بلکې دا پېغله د هر څه لامل شوه ... خو دهغې په حق کې له ازادۍ پرته نور هر څه ارزانه او اسانه دي .
وحشي وتوانيده چې هغې ته ورسيږي او په پټه ورسره وګوري ، کله چې هماغه ټاکلي ځای ته ورسيد وارخطا شواو  ورته يې وويل :
- ولې چل او دوکه راسره کوئ ؟
کله چې يې ځواب ورنه کړ په قهرجنه لهجه يې ورته وويل :
- کيناستم او دومره انتظار مې درته وکړ نږدې و، چې خپل عقل له لاسه ورکړم ، ته څوک يي چې ماته دغه ډول ناخوالې را پيدا کوي او زما پر درناوي ملنډې او ټوکې کوې ؟
هغه همداسې چوپ وه ، دا ورته لګيا شو:
- ته بايد پوهه شي چې زه هم ستا د بادار په څير يم ، اوس زما او د جبير تر منځ توپير نه شته ، که ته ددغه منلي حقيقت په اړه شک کوې ؟ بيا يې خپلې توکاړې تېري کړې او خپل ټول پام يې د هغې لورته ورواړوه ويې پوښتله :
- ولې پر هماغه ټاکلي وخت رانه غلې ؟
- زړه مې نه کيده ...
ته وا چې دده پر زړه يې د تيره غشي ګوزار وکړ ، چيغه يې کړه :
- څنګه ؟ ايا کولای شې دغسې خبره خپل بادار جبير ته وکړې ؟
- نه ، نه شم کولای ...
- ولې ؟
- هغه مې بادار دی... زه يې پر پيسو رانيولې يمه ،روزلي او پاللي يمه .
- او زه ؟ ايا زه ستا دبادار په څير نه يم ؟
په کلکه يې ورته وويل :
- ته دا حق نه لري !
- ايا پوهيدلی شم،  چې ستا مېنه له هغه چا سره ډيره ده چې ته يې پر پيسو رانيولې او که له هغه سره چې له تاسره مېنه کوي ؟
يو څو شيبې چوپ وه ، بيا يې ورته وويل :
- اوس داسې انګيرم چې زما او ستا ترمنځ يو پلن دېوال رامنځ ته شوی ، زړه دې له ګډووډو او نا اشنا سوچونو ډک شوی او زما په څير کسانو ته په کې ځای نه شته ، ما اوس هغه ساده مخلصه او عاجز وحشي له لاسه ورکړ ... زموږ تر منځ اوس د مېنې د دردونو او کړاونو اړيکې شکيدلي ... زه د بادارانو پرمينه باور نه لرم ...
د هغې لورته يې خپل لاس ور اوږد کړ او ورته يې وويل :
- اې  بې عقلې...که ما چيرته ازادي واخيسته او له خپل مريېتوب مې ځان خلاص کړ ... زه به ټول عمر ستا د مېنې ذليله مريې يم ...
کله چې يې لاس د هغې اوږې ته ورسيده ، وريږدېده ورڅخه لېرې شوه
- څه درپېښ شول ؟
- نه پوهيږم ... ما اوس په خپل زړه کې غمونه او اندېښنې کرلي ... ته چې کله د جګړې په مېدان کې وې ما ستا او ستا دخبرو په اړه سوچ کاوه په دې هر څه کې له شک او نا ارامۍ پرته بل هيڅ په لاس رانه غلل ... اوس له تا څخه ډاريږم ... همدا ته وې چې زموږ ښکلی اسمان دې له تورو رويځو ډک کړ ... هر څه پيچلي او ډاروونکی دي ... دا ته يې  چې ته ازاد او زه يوه پلورل شوې وينزه ...
په نه زړه يې ورته وويل :
- اې بې عقلې ... ستا له دې سره څه دي ؟ په دې اړه هيڅ سوچ مه کوه ، ته بايد د يو کار په اړه سوچ وکړې او هغه زما او ستا برخليک . په کار ده چې واده سره وکړو او تل له يو بل سره واوسيږو ... زموږ تر منځ هيڅ ډول دېوال نه شته ... زه به کوښښ وکړم چې په پېسو دې ازاده کړم بادار دې چې څومره پيسې غواړي هماغومره به ورکړم ...
د ملنډو په بڼه يې ورته وويل :
- رانېسی مې ؟
- نو ولې ؟
نېغ ودريد ...
رښتيا زه ستا پر يوې خبرې هم نه پوهيږم او يوه خبره دې هم نه منم ... ښکاره راته ووايه ... ايا زما په اړه دې زړه بدل شوی ؟
- هو ...
دا خبره يې پر غوږو د تندر په څېر ولګيده ، بدن يې وخوځيده ، پښې يې وريږدېدې، نږدې و چې راپريوځي خو ځان يې کلک کړ ، په نا ارامه غږ يې ورته وويل :
- ته هم د هغوی په څير يې ... ته پر ما زما پر غرور ملنډې وهې، او په ازادي کې زما سترې تجربې ته په نه سترګه ګورئ ، تاسې ټول ما ته يو ځای شوي يیء او غواړیء چې ما له هغه سترې لاسته راوړنې څخه بې برخې کړیء او دا ټينګار کویء چې ماته د احمق او سپک احساس راکړیء ... له کله راهيسې دې دا سپين سترګي ياده کړې دا خو نا اشنا اوښتون دی، ما يې هيڅ اټکل هم نه کاوه ... زه چې کله مريې وم ته مې د خپل لاس ګوته وې اوس چې زه ازاد يم د هيچا تر واک لاندې نه يم نو څرنګه زما د خوښې پر وړاندې ودريږې ؟
په نه زړه يې ورته وويل :
- پريږده چې سوچ وکړم ...
- سوچ کوې ؟ څنګه ؟
- زما خپل بادار هم نه شي کولای چې ما له سوچ ځينې محرومه کړي .
- پر تا خو به شيطان څه اغيز نه وي کړی ؟
- ته خپله شيطان يې ... ستا ځان ته پام دې ... که ته چيرې په ځير ايينې ته وګورې وبه ډار شې چې پر تا څه شوي ... ستا هغه کتل چې ما به په کې شوق ، عاجزي او مېنه ليدله ټول بدل شوي اوس راته په کې کينه ، ګواښ او داړل ښکاري ... ستا ساده او نرم مخ اوس راغونج شوی او د داسې انسان څيره دې خپله کړې چې تل د داړنې ، ټوپ او بريد په حال کې وي ... ان تردې چې هغه معصومې خبرې دې هم ټولې مسخه شوي او د امرونو بڼه يې غوره کړې ... اه ... ته چيرې يې ؟ زه خو ستا په لټه کې وم خو پيدا مې نه کړې ... هغه پخوانی سړی چيرته دی، چې زما ژوند و ... اوس او راتلونکی يې راته پر شين بڼ اړولي و .
په نا ارامه غږ يې ورته وويل :
- ذليل مريې خوښوې ؟
- هو ..
- دا له خپلو همجنسو سره يوه سپکه خواخوږي ده ... اې دمريانو توکمه دا مو د خپلو نيمګړتياوو او رذالتونو نمانځنه ده ... تا ته اوس رخه درځي چې ما خپله ازادي او درناوی تر لاسه کړی ...
مخ يې له قهره تک سور شو ورته يې وويل :
- ته يوازې د خپل ځان په اړه سوچ کوې ...
- زه ؟؟
زه پوهيږم چې ته دمېنې په اړه دومره سوچ کوې چې يوازې ستا تنده خړوبه کړي ، ذات دې ثابت او غرور دې وده وکړي ... زه په دې هر څه پوهيږم ...
- زه ؟؟
- ته حق او باطل ، حلال او حرام نه پېژني ....
- څرنګه ؟
- دا هماغه خبرې دي چې تا يوه ورځ په يوه ټکي کې راخلاصې کړي وې .
- ستا د سپکولو نيت مې نه و...
- ته اول ځان سپکوې او بيا ټول خلک ...
هغې ته ورنږدې شو او په ډيره عاجزۍ ورټيټ شو ورته يې وويل : ته زما ازادي او ژوند يې ...
- وحشي لاس مه راوړه ...
له ليونتوبه ډکه چيغه يې پورته شوه
- زه کولای شم چې له ځمکې سره دې هواره کړم ...
- هيڅ به په لاس درنه شي ...
- او پايله ؟؟
- دا زما کار دی ...
خپلې غښتلي مټې يې ورنه راتاو کړي ، په زوره يې سينې ته رانږدې کړه او هغې چيغې وهلې زور يې کاوه غوښتل يې چې په خپلو کمزورو لاسونويې له ځانه څخه لري کړي چيغې يې وهلې :
- اې وحشي ...
- زه تا دې حماقت ته نه شم پريښودای ...
هغې همداسې زور کاوه ، ان تردې چې د وحشي لاسونه ستړي شول ، ساه يې سوره شوه ، ځان يې ورڅخه خلاص کړ ورته يې وويل :
- زه ستا ازادۍ او فکر ته په سپکه ګورم ...
- داسې يې  انګيرله لکه چې بدن يې اور اخستی وي، ورته وويل :
- هلته لکه چې بل سړی هم شته ... ؟
- هو ...
سر پرې وګرځيد ، هيڅ يې نه ليدل ، دبدن ګرمي يې پر يخنۍ، خوله او د زړه پر درزا واوښته ، له خفګانه په ډکه لهجه يې وويل :
- څوک دې ؟
- په کراره يې ورته وويل :
- محمد ....
- له وارخطايۍ چيغه کړه :
- څوک ؟؟
- زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نه شته او محمد د هغه استازی دي. پر خپل ځای ودريد، د ودريدو شومه يې نه وه ، پښې يې سستې شوې ، پر ځمکه کيناست ، سترګې يې ټيغې راووتې غوښتل يې چې څه ووايي خو خبرې يې په ستوني کې ونښتې ، چې دهغې اواز يې واوريد
- وحشي دمحمد خبرې محرومو خلکو ته ډاډګيرنه اوهيلې وربښي ، دېن يې د خپلو ارزښتونو په څنګ کې ژغورنه هم لري ... که چيرې دغه ارزښتونه پر حقيقتونو واوړي پر ټوله ځمکه به سوله خپره شي او خلک به له نيکمرغۍ خوند واخلي .
له حيرانتيا يې چيغه له خولې ووته :
- ستا مخکنۍ خبرې خو ددې په څير نه وې، وړاندې خودې داسې خبرې نه کولې ، ستا له کړنو خو دانه معلومېده چې ته به ګواکې داسې له ګواښه ډک پرمختګ وکړي ... زيرکتيا دې اوس دومره شوه چې تردې اندازې پټونه اوځانښودنه هم کولای شي ... ؟
په کراره يې وويل :
- دا رڼا مې په زړه کې ناببره راپيدا شوه... خو دا شک نه شته چې ځنيې پخوانۍ نښې او هيلې مې په زړه کې وې ... همدا فکرونه و، چې وده يې کوله او لويېدل ان تردې چې ودې ليدم چې د شهادت کليمه مې وويله، يوه شيبه غلې وه  بيايې وويل :
- ته د يو کس په توګه دخپل شخصي کوښښ له لارې دا هڅې کوې چې خپله ازادي تر لاسه کړې... ايا ته دا ګومان کوی چې دا به زموږ دمريانو په لويه قضيه کې کوم بدلون راولي ؟ نا شوني ده ... دلته دخلکو يوه ډله چې کوم روږدونه او ارزښتونه لري دا خپله يوه لويه ستونزه ده ... ستا غميزه په دې سيندکې يو څاڅکی دی... که وحشي او يا دده په څير لسګوني نور ازاد هم شي بيا هم نياو او ازادي نه رامنځ ته کيږي  ... د  ژوند  موخه مې  ټول نظام او بنسټ دی دا بايد له سره بدلون ومومي ... او دا بدلون بايد له دې ځايه ( سرته يې ګوته ونيوله ) پيل شي او بيا له کومې اندېښنې پرته تر دې ځايه (زړه ته يې ګوته ونيوه) ورسيږي.
 ورته يې وويل :
- وړاندې له دې چې جګړې ته ولاړشم ولې دې له دې څخه نه خبرولم ؟؟
- وخت يې مناسب نه و او بله دا چې سمې پريکړې ته نه وم رسيدلې...
خپل لاسونه يې سره ومروړل له ځان سره بونګيده :
- بې عقله وينزه اوس فيلسوفه شوه ...
- وحشي د فلسفې په اړه څه نه پېژنم ... دا خبرې مې اوريدلي او زړه مې باور پرې کړی، او زه يې دېوې امانتګرې په توګه رانقلوم ...
غصې پسې واخېست خپل لاسونه يې پورته غورځول او ويې ويل :
- تا په مناسب وخت کې اسلام ومانه ... اوس کولای شې چې محمد ته ورشې ... په ملنډو يې ورته وويل :
- په هغه لويې کامېابۍ کې ورسره ګډون وکړې چې څو ورځې وړاندې يې په احد کې تر لاسه کړې ....
له خفګانه يې خپل سروخوځاوه ورته وويل :
- پوهيږم چې قريشو دغه ميدان يوړ ...خو وحي محمد ته دا په ټينګه ويلي چې په پای کې به مسلمانان بری مومي ...
ملنډې يې پرې ووهلې
- داخبرې دليل ته اړتيا لري …
- ايا د الله خبرو ته هم دليل غواړې ... دابس ده چې د وحي په بڼه راځي ...که ما چيرې پر الله او دمحمد پرنبوت ايمان راوړې وي نودې که بيا هيڅ نه متردده کېږم چې دقران پر آيتونو ايمان راوړم ....
له لاسه يې ټينګه ونيوله په زور يې راکش کړه :
- داخبرې چا درښودلي ؟
- هغو سړيو او ښځو چې مکه يې په سر اخستي ...او خپل اسلام يې پټ کړی، شاته يې ورټيل وهله په بيباکۍ يې ورته وويل :
- بادار به دې له هر څه خبر کړم ... هغه مهال به بيا د بيلارو سرونه ورغوڅ کړي اود لويې لار په سر به يې را ځوړند کړي ...
په لوړ او ځيږ اواز ورته لګيا شوه :
- د يونارينه په توګه دا کار کوې ؟ دخپلې ازادۍ پړاو دې پر دوکه او چل پيلوې او د نورو دازادۍ مخه نيسې، چې ځان ته هغه ګروهه غوره کړي چې خوښه يې وي، ماخو خپل راز درته ووايه چې فکر مې کاوه ته به د الله لور ته راوګرځې او خپل اسلام به اعلان کړې ...
مخ يې ورځينې واوړه ، روان شو ... دتيارو په منځ کې يې تيندکونه خوړل نه پوهيده چې چيرې روان دی ... دا ورته جوته شوه چې مرګ ورته له دغه دروند او له رمز او معما ځينې  ډک ژوند څخه ښه دی ... هغه ژوند چې پيښې ورکې داسې کولې ووهي لکه سرکښه بادونه ...
کله چې خپل نوي کور ته ورسيده له  سوچ څخه عاجز و، سمدلاسه يې جام ته په دې نيت ورمنډه کړله چې کيدای شي  غمونه او حاضره اندېښنه يې ورهيره کړي .