
روهی( پنځه نۍ/۸ د کب ۹، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به نن قطر ته د يو ورځني سفر لپاره ځي چې د هغه هېواد لوړ پوړو چاراکو سره به وګوري.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې لومړی وزیر به د قطر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وویني.
د لیدنې په جریان کې، لومړی وزیر به د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او په سیمه کې د پرمختګ په اړه د نظرونو تبادلې باندې تمرکز وکړي.
د لومړي وزیر د سفر دوه ورځې وروسته متحده ایالات او طالبان به د قطر په پلازمینه دوحه کې دغه تړون لاسلیک کړي.