سعودي عربستان د کرونا وایرس له وېرې پر عمره بندیز ولګاوه

روهي( پنځه نۍ/۸ د کب )، سعودي عربستان د لنډ وخت لپاره دې هېواد ته د هغو خلکو پر ورتګ بندیز ولګاوه چې د عمرې لپاره مکې او د مسجد نبوي د زیارت لپاره مدینې ته ورځي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا ګام یې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی او د هغو هېوادونو د سېلانیانو پر ورتګ یې بندیز لګولی چې د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي.

سعودي پر خپلو خلکو هم ږغ کړی چې له کرونا اغېزمنو هېوادونو ته دې سفر نه کوي.
د یوې اندازې له مخې هر کال ۷۰ لکه کسان د عمرې لپاره د نړۍ له مختلفو هېوادونو سعودي عرب ته سفر کوي.