برازيل کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه؛ سويلي امريکا ته کرونا ويروس ورسېد

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، سويلي امريکا کې د کرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه. د سويلي امريکا په برازيل کې يو کس په کرونا ويروس اخته شوی او دا په سويلي امريکا کې د کرونا لومړۍ پېښه ده. 

يو برازيلی وګړی چې وروستيو کې ايټاليا ته تللی وو په دغه ويروس اخته شوی دی. د برازيل روغتيا وزارت دغه پېښه تائيد کړې ده. په کرونا ويروس اخته شوی کس ۶۱ کلن دی. 

د براريل روغتيا وزارت ويلي  دي چې د ناروغ کس روغتيايي وضعيت ښه دی او تر ۱۴ ورځو به ځان ته خونه کې وساتل شي.