د  عربستان چارواکو د ښځو فوټبال سیالۍ چمتو کولو هوډ‌ کړی

روهي(څلورنۍ/۷ د کب)، د سعودي عربستان چارواکو د ښځو فوټبال سیالۍ چمتو کولو هوډ‌ کړی. په پام کې ده چې د ښځو لومړنۍ فوټبال سیالي د پلازمېنې ریاض په یوه لوبغالي کې ترسره شي او بیا به جده او دمام ښار کې هم پیل شي.
 
تېر کال د سعودي شاهۍ واکمنو له خوا ښځو د دوی له ولي پرته د سفر کولو اجازه ورکړل شوه او په خوړنځیو کې د ښځو د جلا کېناستو بندیز هم لیرې شو.خو د حکومتي اصلاحاتو له پیلېدا وروسته د ښځو د حقونو ګڼې فعالانې ونیول شوې. دا نوي لوبیز فعالیتونه د ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو یوه برخه ګڼل کېږي، چې غواړي د سعودي محافظه کاره ټولنه نړۍ ته د یوې روڼ اندې ټولنې په توګه وروپېژني.
 
سعودي دا ګام وروسته تر هغه اخیستی چې دوه کاله مخکې یې ښځو ته د دغه هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل لوبغالو کې د نارینه فوټبال لوبو لیدو اجازه ورکړه.