صالح:ماته د سپکاوي په تور کسان د زرغون حرکت له ادرسه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي، نه د ده له خوا

روهي(څلورنۍ/۷ د کب)، د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د امرالله صالح د هغو ۳۹ کسانو شکایتونه ثبت کړي، چې دده په ټکو پر خواله سنیو یې د ده سپکاوی کړی. د بښنې نړیوال سازمان وايي، د ښاغلي صالح دې کار دوی 'ژور اندېښمن' کړي دي. په افغانستان کې په خواله رسنیو کې د سیاسي مشرانو لیکنو ته لسګونه، ان زرګونه تبصرې لیکل کېږي، چې ځینې ستاینې او نیوکې وي او ان یو شمېر خو سپکې سپورې هم ور ته لیکي.
 
دغه ۳۹ قضیې د افغانستان لويه څارونوالۍ ته رسیدلې او د څېړنې کار یې روان دی. د یاد شمېر قضیو له ډلې ۷، چې څو ورځې مخکې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته رسېدلې وې، هغه کسان چې تور پرې پوري شوي وو جلب شوي وو، هغه نورو قضیې، چې دوې ورځې مخکې او پرون څارونوالۍ ته رسېدلي دي، زموږ د همکارانو د لومړنیو ملاحظاتو او څېړنو لاندې دي او د قوانینو په رڼا کې به د هغوی په باره کې هم اقدامات وشي.
د ښاغلي صالح همدا فیسبوکې لیکنه، د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو نقد کړې او هغه یې مخامخ ګواښ یاد کړی، خو د خواله رسنیو ځنیو کاروونکو بیا د نوموړي د همدې فېسبوکي پوست ملاتړ کړی دی.