روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، د افغان حکومت او په ځانګړې ډول د ولسمشر محمد اشرف غني د سياست مخالفې سياسي څېرې نن د جمعيت ګوند د مشر صلاح الدين رباني په کور کې سره راټولې شوې.
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار، محمد محقق، محمد کريم خليلي، انور الحق احدي، د جنرال دوستم زوی باتور دوستم او حاجي دين محمد نن د صلاح الدين رباني په کرو کې سره ناسته کړې.
که څه هم د دغه ناستې په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړل شوي خو ويل کيږي چې شوې ناسته د ولسمشريزو ټاکنو د پر سر يې د راپورته شوي مخالفتونو په اړه شوې.
له دې وړاندې کرزي او جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف په دوه جلا لېدونو کې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټاکنو خبرې اترې کړې وې.
وروستي