د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍکې سعودي عربستان درېيم مقام خپل کړ

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، له شمالي امريکا او اروپا وروسته سعودي عربستان نړۍ کې درېيم هېواد دی چې د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ ګټه اخلي. دې سره منځني ختيځ کې سعودي عربستان په لومړي مقام کې راغلی دی. 

سعودي عربستان په خپلو ۳۰ ښارونو کې ۵۷۹۷ د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ وسايل ځای پر ځای کړي دي. د سعودي عربستان د مخابراتو او مالوتي ټېکنالوژۍ وزارت ويلي دي، چې د ۲۰۳۰ کال ماسټر پلان کې د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ له مهم موخو څخه نېول شوې ده. 

د سعودي عربستان حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پوري د پنځم نسل (5G) ټېکنالوژۍ په برخه کې د لس مېلېارده او شپږ سوه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.