تورخم کې درې تنه د وسلو د قاچاق په تور ونیول شول

روهي( څلورنۍ/۷ د کب )، تېره شپه د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تورخم ښارګوټي کې درې تنه د سپکو او درنو وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.
 
یادو کسانو په یوه ټېلر ډوله موټر کې ۱۲۶ میله تفنګچې، ۴۲ میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا او نږدې ۱۰ زره نور مهمات ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې جلال اباد ښار ته یې دننه کړي، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

نیول شوي کسان اوسمهال تر لازیاتو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.