پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد لګول شوی بندیز لرې کړل شو

روهی( څلورنۍ/۷ د کب )،. د افغان کرکټ پیاوړی لوبغاړی محمد شهزاد د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د ادارې له اصولو د سرغړونې له امله د یوه کال لپاره د هر ډول کرکټ له بندیز سره مخ شوی و چې د شا وخوا اوو میاشتو له تېرېدو وروسته پر نوموړي لګول شوی بندیز لرې کړل شو.
شهزاد محمدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرانیستګر لوبغاړی دی چې تل بریدیزه لوبه کوي او په نړۍ کې په بې رحمه بیټسمین مشهور دی.

دا لا مالومه نه ده چې شهزاد محمدي به د  ایرلېنډ په خلاف د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ کې ولوبېږي یانه.