امریکا ټاکنې پای ته رسېدلي او محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی دی

روهی( څلورنۍ/۷ د کب )، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي،  د ټاکنو پروسه بشپړه شوې او د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ګټوونکي په توګه اعلان کړی دی او نور مشران باید پوه شي چې راتلونکی حکومت به د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.

وړاندې له دې له امریکا پرته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې.

ټاکل شوې وه، چې د غني د لوړې مراسم سبا پنجشنبه ترسره شي، خو د مشورو لپاره يې د مارچ د میاشتې تر ۹ مې وځنډول.