هندوستان کې د هندوان او مسلمانانو شخړې؛ ۲۰۰ ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي 

روهي (څلورنۍ/۷ د کب)، له تېرو درېيو ورځو د هندوستان پلازمېنه نوي ډيلي کې د مسلمانانو او هندو ترمنځ شخړو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپيان دي. 

دغه شخړې هندوستان کې د تابيعت د ورکړې قانون پر سر راپورته شوې دي. د هندوستان حکومت پرېکړه وکړه چې د عيسوي، هندو، سېک او نور مذهبو وکړو ته به د هندوستان تابيعت ورکړل شي، خو مسلمانانو ته دغه تابيعت نه ورکول کيږي. 

هندوستان ته د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سفر پر مهال زرګونه مسلمانانو د هندوستان حکومت د شوې پرېکړې په ضد لارينونه وکړل او په تاوتريخوالي بدل شول. 

تاوتريخوالی د مسلمانو لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ او همدا ډول د هندو مذهبه سخت دريځه او مسلمانانو ترمنځ رامنځ ته شوي. دغه تاوتريخوالي کې ډېری مسلمانان د پوليسو او هندو سخت دريځه له خوا شهيدان شوي دي. 

د نوي ډيلي لومړي وزير  اروین کیجروال د هندوستان پوځ د پوليسو پر ځای نوي ډيلي ته ورغوښتی  دی او هلته يې ګرځ - بنديز لګولی. 

دغه لاريونونه په دې پار شوي وو چېترڅو کې  هندوستان کې د شته ناخوالو په اړه د ولسمشر ټرمپ توجه جلب کړي، خو نه لومړي وزير نرېندرا مودي او نه هم ولسمشر ټرمپ په دې اړه نظر ورکړ.