ولسمشر غني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره وکتل

روهي( څلورنۍ/۷ د کب )، ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ګلخانه ماڼۍکې ترسره شوه، رولانډ کوبیا وویل، له دې پیغام سره راغلی یم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړکوو،ځکه دا د افغانستان د خلکو او ازادیو، ولسواکۍ، د قانون د حاکمیت او د حکومت د ملاتړ او پیاوړتیا په مانا ده او د دې لپاره به اروپایي ټولنه د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ وي او زموږ همکاري به ادامه ولري.

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د جمهوررئیس غني برنامو څخه د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو څخه هیله وکړه چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

ولسمشر له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د همکاریو قدرداني وکړه او له رولانډ کوبیا څخه یې د اروپایي ټولنې د همکاریو د دوام د ژمنې تازه کولو مننه وکړه او وې ویل، سوله زموږ د خلکو مهمه غوښتنه او د دولت لومړیتوب او مسوولیت دی او د دې لپاره مو ملي اجماع رامنځته کړې ده.

ولسمشر غني څرګنده کړه، د سولې ملي پروسه ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه مو له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کړې دي. هغه زیاته کړه، موږ له یادو فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د ښه مدیریت لپاره پوره چمتووالی لرو.